كه څه هم په قرغه كې د چنګاښ د دوهمې له بريد وروسته درنې خاموشۍ وزرې غوړولې وې، خو د چنګاښ په ۸ مه تر ۱۵۰ زيات ځوانان، علمي او فرهنګپال شخصيتونه د پېښې ځاى ته ولاړل او د وژل شويو نږدې ۲۲ بې ګناه ولسي وګړو په ياد یې غونډه جوړه او د دوعا لاسونه پورته کړل.
كه څه هم په قرغه كې د چنګاښ د دوهمې له بريد وروسته درنې خاموشۍ وزرې غوړولې وې، خو د چنګاښ په ۸ مه تر ۱۵۰ زيات ځوانان، علمي او فرهنګپال شخصيتونه د پېښې ځاى ته ولاړل او د وژل شويو نږدې ۲۲ بې ګناه ولسي وګړو په ياد یې غونډه جوړه او د دوعا لاسونه پورته کړل.
دغو كسانو د پېښې قربانيانو ته د دعا تر څنګ د هغوى په یاد ګلونه هم وکرل او د يوې څلور ماده ييزې اعلاميې په خپرولو يې ياد بريد وغانده.
د غونډې ګډونوالو د اعلامیې په ترڅ کې په جګړه كې له ښكېلو غاړو غوښتنه وكړه چې د بې ګناه افغانانو له وژلو دې نور لاس واخلي او په تفريحي ځايونو كې دې د عامو ولسي وګړو امنيت ته ګواښ نه پېښوي.
شهرزاد اكبري په غونډه کې د اعلامیې د لوستلو پر مهال مخاطبینو ته وویل: ((زموږ خلك په ځانګړې توګه ځوانان به د سالمې تفريح لپاره قرغې ته راځي او موږ به پرې نږدو چې دغه عمل په خلكو كې د وېرې او وحشت سبب وګرځي.))
د غونډې بل ګډونوال عبدالقيوم وفا كليد ته وويل: (( دا ډول وژنې نور د زغم وړ نه دي، دوى زموږ وژنو ته دليل نه ګوري خو ځانته جواز وركوي، موږ به د بې ګناه وژنو پر ضد مبارزه كوو او كه ونه شوه مدني مقاومتونه به پيل كړو.))
رشيد هادي د غونډې بل برخوال و چې د قرغې د پېښې قربانيانو ته د عقيدت وړاندې كولو په نيت راغلى و، نوموړي وويل: (( دوى خو ويل چې دلته بهرنيان راتلل، غيراخلاقي كارونه كېدل، اوس خو دې يو په ثبوت ورسوي، كه داسې نه كوي نو بيا دې دوبۍ، پاكستان، مانامه او كويت ته ورشي، هلته دې د فحاشۍ اډې بندې كړي كنه.))
((ګران هېواد)) د غونډې بل ګډونوال وویل چې دې ته ورته پېښو د غندلو په اړه به افغان ځوانان د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې په مدني مقاومت لاس پورې كړي: ((د ولسي مقاومتونو نمونې، د خلكو له خصوصي حريم څخه دفاع موږ ته ډاډ راكوي چې دې ورته د مقاومتونو لمن به د دښمنانو پر وړاندې وغځېږي. ))
دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې د قرغې په برید کې د وژل شویو کورنیو غړي اوس هم د وېر په تغر ناست دي. د ۱۸ كلن وژل شوي فدا محمد، مور یوه له همدغو وېرکوونکو څخه ده. نوموړې په ډېره نهيلۍ کلید وویل: (( زه مې خپل زوى له چانه وغواړم، زما د زوى ګناه راوښيي….))
د قرغې اوسېدونكى محمد وكيل هغه څوک دی چې د خپل ورور يتيمو بچيانو ته د هغوى د پوښتنو په ځواب كې لپې لپې اوښكې تويوي: (( ورور مې ۳۵ كلن و، په هماغه مازيګر مو له شفاخانې راوړى و، ماته يې ويل ملګري مې راځي، بايد مېلمستيا ته ورشم، سهار يې راته مړ راوړ.))
محمد وكيل زياته كړه: (( ټول كور ته تسلي وركوم خو بچيانو ته يې ليدلى نشم، حتى د ۱۱ مياشتو كوچنى زوى يې هم له مرګ وروسته نه غلى كېږي.))
څانګه صديقي شريفي هم د خپل كور په وير ژاړي، د نوموړې ۲۷ كلن يوازينى مشر ورور مجيب صديقي هم د قرغې په پېښه كې د اجل د ګولۍ ښكار شوى دى، څانګه په غريو نيولي غږ وايي: (( ورور مې له ملګرو سره ميلې ته تللى و، په ټليفون يې ويل، ۱۰ بجې كور ته در رسېږم، ډېر ناوخته هم رانغى، ټليفون يې بند و، په سر او شا باندې ۸ مرمۍ لګېدلى و، څو ورځې پس يې واده و.))
د مرسل اوونیزې خبریاله سهيلا وداع خموش هم چې د پېښې په سبا قرغې ته تللې وه، خپل د سترګو ليدل حال راته داسې بيان كړ: (( زه چي لاړم، سخته تالاشي وه، كاشكې دا كار يې مخكې كړى واى، د هوټل فرش په وينو او باروتو لړلى و، په اشپز خانه كې يې د انسان او حيوان د غوښو توپير نه كېده، يو زخمي په شين چمن كې په څخېدو څخېدو تللى و، د هوټل مسوول راته ژړل، ويل يې په تاوان نه يم په خلكو مې زړه خپه دى.))
يو بل ژورناليست حامد كوهستاني بيا په بريد كې د يو خپلوان د وژل كېدو كيسه داسې راته وكړه: (( د ترور لمسى مې ډېر بې روزګاره و، له بريد شل ورځې مخكې هلته ګارد مقرر شو، له موره يو زوى و، پلار يې دهقاني كوله، اوس كلك د خپل زوى قبر ته ناست وي.))
د قرغې په بريد كې چې د شپې په ۱۱ بجو رامنځته شو، وروستي ارقام ښيي چې په کې ۱۶ملكي وګړي، ۶ تنه د سپوږمۍ رستورانت پرسونل او يو پوليس وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


