په لېبيا کې نن تر ۵۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰ وکيلانو د ټاکلو لپاره ازادې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي. نژدې دوه اعشاريه اووه مليونه رايې ورکوونکي به د پارلمان دوه سوه غړي وټاكي.
په لېبيا کې نن تر ۵۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰ وکيلانو د ټاکلو لپاره ازادې پارلماني ټاکنې ترسره کېږي.
نژدې دوه اعشاريه اووه مليونه رايې ورکوونکي به د پارلمان دوه سوه غړي وټاكي.
ټاكل شوي کسان به نوى حکومت جوړ او د لېبيا نوى اساسي قانون به تيار کړي.
د درې زره اووه سوه کانديدانو په منځ کې اسلام پلوه کسان برلاسې دي.
د لېبيا په ختيځ کې ځينو کسانو پرېکړه کړې، چې په دې ټاكنو کې به ګډون نه کوي.
په بنغازي کې په سلګونو اعتراض کونکو وويل، چې ختيزې خوا ته د پارلمان شپېته چوکۍ بېلې شوي او لويديځ لور ته ۱۲۰، نو له همدې كبله په ټاكنو کې برخه نه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


