ads

بې پيلوټه الوتکې په شمالي وزيرستان کې شل وسله وال ووژل

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د وسله والو پر يوه مركز د امريكايي بې پيلوټه الوتكې په تازه بريد كې شل وسله وال وژل شوي دي. دغه بريد تېره شپه د شمالي وزيرستان د مركز ميرانشاه په دته خېلو سيمه كې شوى دى. د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د […]

نویسنده: TKG
17 چنګاښ 1391

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د وسله والو پر يوه مركز د امريكايي بې پيلوټه الوتكې په تازه بريد كې شل وسله وال وژل شوي دي. دغه بريد تېره شپه د شمالي وزيرستان د مركز ميرانشاه په دته خېلو سيمه كې شوى دى.

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د وسله والو پر يوه مركز د امريكايي بې پيلوټه الوتكې په تازه بريد كې شل وسله وال وژل شوي دي.

دغه بريد تېره شپه د شمالي وزيرستان د مركز ميرانشاه په دته خېلو سيمه كې شوى دى.

ځايي دولتي چارواكي په دې بريد كې د دولسو وسله والو د وژل کېدو خبره مني، خو وايي، چې ياده شمېره تر دې هم لوړېدلى شي.

دغه راز ځينې باخبره سرچينې او يو شمېر چارواكي بيا د وژل شويو وسله والو شمېر شل تنه ښيي.

يوه امنيتي چارواكي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې په نښه شوى كور د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د سخت دريځو طالبانو مرکز و او په وينا يې په دې بريد كې يو شمېر وسله وال ټپيان شوي هم دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA