نامعلومو وسله والو د بلوچستان په تربت سيمه کې د مسافرو پر يوه موټر بريد کړى، چې له كبله يې ١٨ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. دغه بريد له تربت سيمې څخه ايران ته د شيعه ګانو پر تلونکي يوه مسافر وړونکي موټر تېر ماښام شوی دی.
نامعلومو وسله والو د بلوچستان په تربت سيمه کې د مسافرو پر يوه موټر بريد کړى، چې له كبله يې ١٨ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه بريد له تربت سيمې څخه ايران ته د شيعه ګانو پر تلونکي يوه مسافر وړونکي موټر تېر ماښام شوی دی.
په سيمه کې ځايي خبريال بهرام وايي، چې د وژل شويو په ډله کې پنځه افغانان او ١٣ تنه د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي.
نوموړي زياته کړه، چې وسله والو لومړی پر موټر ډزې کړي، بيا يې مسافر راښکته کړي او ويشتلي دي.
پوليس وايي، چې وسله وال کسان تښتېدلي، خو دوى يې د نيولو په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د پېښې مسووليت د بلوڅو د ازادۍ پړانګانو په نوم يوې نوې ډلې پر غاړه اخيستى دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


