ads

د مصر جمهور رئيس ايران ته نه ځي

د مصر حكومت د ايراني رسنيو هغه راپورونه رد كړل، چې ګنې د دغه هېواد جمهور رئيس محمد مرسي تهران ته ځي. د مصر د جمهوري رياست د دفتر وياند ياسر علي وايي، د ايران د فارس خبري اژانس او د لبنان د حزب الله پلوه ورځپاڼې السفير دا خبر درواغ دى، چې محمد د […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1391
د مصر جمهور رئيس ايران ته نه ځي

د مصر حكومت د ايراني رسنيو هغه راپورونه رد كړل، چې ګنې د دغه هېواد جمهور رئيس محمد مرسي تهران ته ځي. د مصر د جمهوري رياست د دفتر وياند ياسر علي وايي، د ايران د فارس خبري اژانس او د لبنان د حزب الله پلوه ورځپاڼې السفير دا خبر درواغ دى، چې محمد

د مصر حكومت د ايراني رسنيو هغه راپورونه رد كړل، چې ګنې د دغه هېواد جمهور رئيس محمد مرسي تهران ته ځي.

د مصر د جمهوري رياست د دفتر وياند ياسر علي وايي، د ايران د فارس خبري اژانس او د لبنان د حزب الله پلوه ورځپاڼې السفير دا خبر درواغ دى، چې محمد مرسي به په نږدې راتلونكې كې تهران ته لاړ شي.

د العربيه د راپور له مخې، د ايران فارس خبري اژانس وړمه ورځ د لبنان د السفير ورځپاڼې له قوله ويلي و، چې د مصر جمهور رئيس به په راتلونكې اګست مياشت كې په تهران كې د ناپېيلي غورځنګ غونډه كې ګډون وكړي.

دوى دا هم ويلي و، چې ټاكل شوې محمد مرسي د دې ټولنې مشري د ايران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد ته وسپاري، خو ياسرعلي پرون رسنيو ته د ايراني او لبناني رسنيو دا خبرونه درواغ بللي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA