د بريتانوي رسنيو څېړنې ښيي، چې په افغان جګړه كې د امريكايي پوځيانو په پرتله د بريتانوي سرتېرو د وژنې چټكتيا څلور چنده ډېره ده. ګارډين ورځپاڼه ليكي، چې په افغانستان كې د وژل شويو بريتانوي سرتېرو شمېر په عراق او فالكلنډ جګړو كې د دغه هېواد له وژل شوو سرتېرو ډېر دى.
د بريتانوي رسنيو څېړنې ښيي، چې په افغان جګړه كې د امريكايي پوځيانو په پرتله د بريتانوي سرتېرو د وژنې چټكتيا څلور چنده ډېره ده.
ګارډين ورځپاڼه ليكي، چې په افغانستان كې د وژل شويو بريتانوي سرتېرو شمېر په عراق او فالكلنډ جګړو كې د دغه هېواد له وژل شوو سرتېرو ډېر دى.
ګارډين وايي، چې د روان كال په مارچ مياشت كې په چاودنه كې د شپږو بريتانوي سرتېرو په وژل كېدو سره په افغانستان كې څلور سوه بريتانوي سرتيري ووژل شول.
په رپوټ كې دا هم ويل شوي، چې د ۲۰۱۱ كال له اپرېل څخه د ۲۰۱۲ كال تر مارچ پورې ۴۶ بريتانوي سرتيري معيوب شوي هم دي.
د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې هم وړمه ورځ د يوه افغان سرتيري په ډزو كې درې برتانوي سرتېري ووژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


