ads

لغمان كې د ۲۸ كيلومتره سرك د پخولو چارې بشپړې شوې

د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لګښت د اته ويشت نيم کيلو متره سړک د جوړېدو کار بشپړ او پرون ګټې اخيستو ته وړاندې شو. د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لګښت د اته ويشت نيم کيلو […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1391

د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لګښت د اته ويشت نيم کيلو متره سړک د جوړېدو کار بشپړ او پرون ګټې اخيستو ته وړاندې شو.

د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لګښت د اته ويشت نيم کيلو متره سړک د جوړېدو کار بشپړ او پرون ګټې اخيستو ته وړاندې شو.

دا سړک له درونټې څخه پيل او په قرغيو ولسوالۍ کې غځېدلى، چې چارواکي وايي له امله به يې ولسونو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شي.

د دې ولايت والي اقبال عزيزي وايي، پر سړک درې مليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې ټول ١٣٣ پولګوټي لري او چارې يې په اساسي ډول ترسره شوې دي.

ده زياته كړه، د دې سړک رغنيزې چارې د يوه کال په موده کې بشپړې شوي، چې په خبره يې کروندګر به يې په مرسته خپل کرنيز توليدات پر وخت بازار ته ورسوي.

د عزيزي په وينا، په قرغيو ولسوالۍ کې د سړک جوړونې دوه نورې پروژې هم ترکار لاندې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به يې کار بشپړ شي.

په ورته وخت کې د دې سړک پرجوړېدو د سيمې خلک هم خوښ دي او وايي، چې له امله به يې دوى خپل کارونه پر وخت ترسره کړي.

د قرغيو ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر حاجي شامردخان وايي، د سړک جوړنې په پروژه کې هېڅ امنيتي ستونزه نه ده رامنځته شوې او راتلونکي کې هم دې ډول رغنيزو پروژو ته ډاډ لري.

په لغمان کې نوى جوړ شوى دا سړک د جلال اباد ښار د بهسودو او درونټې ترمنځ له غځېدلي حلقوي سړک سره هم نښلول شوى، چې په اوږدو کې يې د ٢٠١ سيلاب قول اردو او قرغيو ولسوالۍ ودانۍ هم پرتې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA