ads

امريكا له پاكستانه بښنه وغوښتنه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن په مومندو اېجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو په وژل کېدو بښنه غوښتې او ويلي يې دي، چې پاکستان د اکمالاتي لارې د خوشې کولو پرېکړه کړې ده. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن په مومندو اېجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو په وژل کېدو […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1391
امريكا له پاكستانه بښنه وغوښتنه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن په مومندو اېجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو په وژل کېدو بښنه غوښتې او ويلي يې دي، چې پاکستان د اکمالاتي لارې د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن په مومندو اېجنسۍ کې د پاکستانيو سرتېرو په وژل کېدو بښنه غوښتې او ويلي يې دي، چې پاکستان د اکمالاتي لارې د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.

په واشنګټن کې دامريکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن تېره ورځ خپلې پاکستانۍ سيالې مېرمن حنا رباني کهر سره ټيليفوني خبرې وکړې او د مومندو اېجنسۍ پر پېښې يې بښنه وغوښته.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې مېرمن هيلري کلنټن ژمنه کړې، چې په راتلونکې کې د داډول پېښو د مخنيوي په هدف به له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

بلخوا پاکستاني طالبانو د پاکستان د حکومت له لوري د ناټو د ټرانزيټي لارې پرانيستل کېدل يو وحشيانه عمل بللى او ويلي يې دي، چې  دوی به د پاکستان له لارې افغانستان ته پر هرې تلونکې باري نقليه وسيلې بريد وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA