پاکستاني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد کابينه نن غونډه کوي، چې د ناټو د کاروانونو پر وړاندې له ۷ مياشتني ځنډ نه وروسته تړل شوې لاره خلاصه کړي او که نه؟
پاکستاني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد کابينه نن غونډه کوي، چې د ناټو د کاروانونو پر وړاندې له ۷ مياشتني ځنډ نه وروسته تړل شوې لاره خلاصه کړي او که نه؟
ننۍ غونډه وروسته له هغه ترسره كېږي، چې د امريکا يو لوړ پوړي پلاوي پاکستان ته سفر وکړ، چې پكې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي جنرال جان الن هم شامل وو.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د ناټو د اکمالاتي لارې د پيا پرانيستو پر سر تخنيکي مسايل حل شوي، خو لا هم کومې نهايي هوکړې ته نه دي سره رسېدلي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولانډ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، چې له پاکستان سره په دې اړه خبرې اترې دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


