د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې پر يوه كور د امريكايي بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۶ تنه ووژل شو. ځايي چارواكو، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې نن سهار وختي امريكايي بې پيلوټه الوتكې د شمالي وزيرستان له
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې پر يوه كور د امريكايي بې پيلوټه الوتكې په بريد كې ۶ تنه ووژل شو.
ځايي چارواكو، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې نن سهار وختي امريكايي بې پيلوټه الوتكې د شمالي وزيرستان له مرکز ميرانشاه څخه نږدې ۸ كيلومتره لرې په كونډ سيمه كې پر يوه کور بريد كړى، چې په ترڅ كې يې شپږ تنه وژل شوي او كور هم له منځه تللى دى.
ويل كېږي دا كور د حقاني شبكې د غړو و، چې له تېرو دوو كلونو راهيسې پكې مېشت وو.
دغه سيمه د جنوبي او شمالي وزيرستان ترمنځ په سرحد كې پرته ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


