د پوهنې د مطبعې چارواکي وایي چې اړوند وزارت د مطبعې د بیارغولو په برخه كې مرسته نه كوي، خو د پوهنې وزارت بيا وايي چې په خپله ملي بودجه كې د كتابونو د چاپ لپاره پيسې نه لري.
د پوهنې د مطبعې چارواکي وایي چې اړوند وزارت د مطبعې د بیارغولو په برخه كې مرسته نه كوي، خو د پوهنې وزارت بيا وايي چې په خپله ملي بودجه كې د كتابونو د چاپ لپاره پيسې نه لري.
د یادې مطبعې رئیس انجنیر محمد صابر صالحې له کلید سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې له تېرو لسو کلونو را په دېخوا ياده ستونزه لري، خو وزارت د دې پر ځاى چې خپله مطبعه ورغوي، په نورو هېوادونو كې مليونونه ډالر د كتابونو پر چاپ لګوي.
نوموړی وايي له خجالته ویلې کېږي چې د افغانستان د ښوونځیو کتابونه دباندې چاپېږي.
صالحي زیاتوي، که چېرې د پوهنې وزارت چارواکي له هېواده بهر د کتابونو د چاپ د پیسو څلورمه برخه پیسې د پوهنې د مطبعي د وسایلو په بیارغولو ولګوي، په کور دننه به د ښوونځیو د کتابونو د چاپ ستونزه حل شي.
د ولسي جرګې د پوهنې، لوړو زده کړو، دینې او فرهنګې کمسیون مرستیال خلیل الله شهید زاده بيا له لويه سره دولت د کورنیو مطبعو د نه پیاوړي کولو په برخه کې ګرموي. نوموړی وايي، افغان دولت داسې یوه پالیسي نه لري چې له مخې یې کورنۍ مطبعې پیاوړې شي: ((بهرنۍ مطبعې هم چاپې نیمګړتیاوې او هم غلطي لري، نه څوک ترې پوښتنه کوي او نه یې تهدیدولی شي، خو که چېرې زموږ کورنۍ مطبعې اشتباه وکړي، کولاى شو له هغو پوښتنه وکړو او كتابونه په ښه ډول چاپ كړو.))
د پوهنې وزارت تدریسي معین محمد صدیق پتمن هم د پوهنې وزارت مطبعې ته د یاد وزارت نه پاملرنه مني، خو وايي چې د مطبعه د یوې تصدۍ په چوکاټ کې فعالیت لري: (( كه غواړو چې د پوهنې مطبعه پر خپلو پښو ودرول شي، نو بايد د تصدۍ له چوکاټه راووځي او ماليې وزارت ځانګړې بودجه ورته منظوره كړي.))
پتمن زياته كړه: (( اوس قوانین داسې جوړ شوي چې موږ مستقیماً پیسې واخلو او د اړتیا په وخت کې خپله او ډېر ژر کتابونه چاپ کړو، نه دا چې يوازې يې ۶ میاشتې په قرارداد تېرې شي.))
خو د مالیي وزارت د تصدی رئیس محمد یوسف عثمانې د پوهنې د مطبعې په نه فعالولو کې د پوهنې وزارت ملامتوي.
نوموړی وايي چې د پوهنې مطبعه په لومړیو کې د پوهنې وزارت د اړتیا مطابق جوړه او د مالیې وزارت له لوري ورته بودجه ورکول کېدله:(( اوس هم که د پوهنې وزارت مشخص وړاندیز وکړي، نو د حل لاره به ورته ولټول شي.))
نوموړی وایې:((د تصدیو فعالیتونه په اړوندو سکټوري وزاتونو پوري اړه لري.))
د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان بیا کلید ته وویل په وړو کارونو کې د پوهنې له مطبعې څخه کار اخستل کېږي: ((د پوهنې مطبعه د پوهنې وزارت د ضرورت په اندازه نه ده فعاله شوې، دا مطبعه زموږ په لومړيتوبونو کې ده. ))
د ايمان په وينا، د ایران هېواد له دوى سره ژمنه کړې چې یاده مطبعه به ورته جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت د چارواکو په خبره په تېرو لسو کلونو کې د ۹۱ ملیونو ډالرو په ارزښت د دغه وزارت د اړتیا وړ ۱۷۵ ملیونه کتابونه له هېواد څخه بهر په هند، اندونیزیا او متحده عرب اماراتو کې چاپ شوي دي.
د یادولو وړ ده چې دا مهال د پوهنې په مطبعه کې د ۱۴۰ تنو په شاوخوا کې کارکوونکې په ۱۱ فعالو ماشینو کار کوي چې د پوهنې مطبعې د رئیس په خبره یاد ماشینونه په ساعت کې له ۴۵۰۰ تر ۷۰۰۰ پاڼو پورې د چاپ وړتیا لري او پخواني ۸۴ ماشینونه یي بیخي له کاره لوېدلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


