د پاكستان پر قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د امريكايي بې پيلوټه الوتکو په تازه بريد کې يو شمېر وسله وال وژل شوي دي.
ځاي دولتي چارواكي وايي، چې دا بريد د سې شنبې په ورځ ناوخته د شوال په كنډ غر نومې سيمه كې د وسله والو پر مركز شوى.

يوه ځايي دولتي چارواكي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه كړې په دې بريد كې د څلورو تنو د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کيدو راپور وركړى، خو يو بل دولتي چارواكي بيا د وژل شويو وسله والو شمېر تر دې زيات ښيي.
سرچينه د استخباراتي ادارو له قوله وايي، چې بې پيلوټه الوتکو په ياده سيمه كې د حقاني شبکې پر يوه مرکز دوه توغندي وتوغول، چې په وينا يې شپږ تنه وسله وال پکې ووژل شول.
ځينې سرچينې د نامعلوم شمېر وسله والو د ټپي كېدو ادعا هم كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ