ads

امريکا د خپل پوځ د خوراکي توكو لپاره ۱۰ مليارد ډالري تړون لاسليک کړ

د امريکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو لپاره د خوراکي توكو قرارداد، چې ارزښت يې نژدې لس مليارد ډالره کېږي، د دوبۍ له يوه شرکت سره لاسليک کړ. تراوسه پورې پ د امريکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو لپاره د خوراکي توكو قرارداد، چې ارزښت يې نژدې لس مليارد ډالره کېږي، […]

نویسنده: TKG
6 چنګاښ 1391

د امريکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو لپاره د خوراکي توكو قرارداد، چې ارزښت يې نژدې لس مليارد ډالره کېږي، د دوبۍ له يوه شرکت سره لاسليک کړ.
تراوسه پورې پ

د امريکا پوځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو لپاره د خوراکي توكو قرارداد، چې ارزښت يې نژدې لس مليارد ډالره کېږي، د دوبۍ له يوه شرکت سره لاسليک کړ.

تراوسه پورې په افغانستان کې د امريکا پوځ ته يو بل شرکت، چې سوپريم ګروپ نومېږي، خوراکي توكي برابروي.

په راپور کې نه دي ويل شوي، چې دا قرارداد د څومره وخت لپاره دى، خو که د خوراکي توكو بيې په پام کې ونيول شي، داسې ښکاري چې دا به د ډېرو کلونو لپاره وي.

د امريکا د د فاع وزارت وايي، چې له ۲۰۰۵ ميلادي كال څخه تراوسه پورې يې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د خوراکي توكو لپاره سوپريم ګروپ ته، چې په هالنډ کې دېره دى او دمګړۍ امريکايي سرتېرو ته خوراکي مواد برابروي، نژدې اووه مليارد ډالره ورکړي دي.

له سوپريم ګروپ سره د امريکا د پوځ قرارداد د سږکال په ډسمبر کې پاى ته رسېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA