د مصر د ټاكنو کمېسيون د اخوان المسليمن د ګوند کانديد محمد مرسي د جمهوري رياست د ټاكنو ګټونکى اعلان کړ.
د دغه کمېسيون د معلوماتو له مخې، محمد مرسي په سلو کې ۵۱ اعشاريه ۷۳ او د هغه سيال د حسنې مبارک د واکمنۍ وروستي لومړي وزير احمد شفيق په سلو کې ۴۸ اعشاريه ۲۷ رايې ګټلې دي.

محمدمرسي او احمدشفيق دواړو په ټاكنو کې د برياليتوب ادعاوې کړې وې.
ټاکل شوې وه، چې د مصر د جمهوري رياست د دوهم ځلي ټاكنو پايلې د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان شي، خو د ټاكنو د کمېسيون چارواکو د ځينو دلايلو له كبله تر يکشنبې ورځې پورې ځنډولې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ