ads

نندارتون

نندارتون د استاد حبیب الله رفیع يو ډېر په زړه پورې او معلوماتي کتاب دی. دغه کتاب په ۱۳۸۹ لمریز کال د زرو ټوکو په شمېر په ۵۳۵ مخونو کې د شېرولي وردګ په مالي لګښت د رفيع کلتوري او مدني ټولنې له خوا، دانش خپرندويې ټولنې د غازي محمدجان خان وردګ د ژوند او […]

نویسنده: The Killid Group
4 چنګاښ 1391
نندارتون

نندارتون د استاد حبیب الله رفیع يو ډېر په زړه پورې او معلوماتي کتاب دی. دغه کتاب په ۱۳۸۹ لمریز کال د زرو ټوکو په شمېر په ۵۳۵ مخونو کې د شېرولي وردګ په مالي لګښت د رفيع کلتوري او مدني ټولنې له خوا، دانش خپرندويې ټولنې د غازي محمدجان خان وردګ د ژوند او مبارزې د علمي کنفرانس په ویاړ چاپ کړی دی.

نندارتون د استاد حبیب الله رفیع يو ډېر په زړه پورې او معلوماتي کتاب دی. دغه کتاب په ۱۳۸۹ لمریز کال د زرو ټوکو په شمېر په ۵۳۵ مخونو کې د شېرولي وردګ په مالي لګښت د رفيع کلتوري او مدني ټولنې له خوا، دانش خپرندويې ټولنې د غازي محمدجان خان وردګ د ژوند او مبارزې د علمي کنفرانس په ویاړ چاپ کړی دی.

لیکوال دغه اثر ځوان افغان نسل ته په دې ټکو کې ډالۍ کړی دی: ډالۍ، ځوان افغان نسل ته چې د خپل نن د خپل پرون په هينداره کې وګوري او د خپل روڼ سبا په لور د خپلې ملي پېژندګلوۍ په رڼا کې ګامونه اوچت کړي.

نندارتون؛ د افغانستان په تاریخ کې مدني او پرمختيايي ګامونه پلټي. استاد د دې اثر په سريزه کې يو ځای لیکي چې کابل ته د ازادۍ راډيو د خپرونو له غځېدو سره د راډيو استازو ورته بلنه ورکړه چې په بوختوونکو او فرهنګي پروګرامونو کې ورسره مرسته وکړي او يوه ځانګړې خپرونه مخته وچلوي او ده هم دا کار پیل کړ، استاد ليکي: ما وپتېيله چې د افغانستان په اوږده او د زرګونو کلونو تاریخ کې مدني ګامونه وپلټم، د هراړخيزو پرمختګونو نښې ومومم، د تحولاتو او بدلونونو څرک راوباسم او درنو هېوادوالو ته په زړه پورې او جالب تاريخي روایات راغونډ کړم.

استاد په همدې تکل کې مواد برابر کړل او دا چې د خپرونې مواد راز راز او متنوع وو، نو پر هغه يې نندارتون نوم کېښود. د استاد په وینا دا خپرونه ډېر وخت وچلېده او له دې کبله چې راډيويي خپرونې خو له خپرېدو سره د هوا له څپو سره ځي، د دغو موادو د ساتلو هيله ورسره پیدا شوه. خو چې دې مسئلې ته ځير کېده نو وخت ډېر وتلی و او زیات مواد له لاسه وتلي وو. کوم څه چې په دې کتاب کې راغونډ شوي د نندارتون خپرونې يوه کمه برخه ده.

رفیع صاحب په خپله سريزه کې تر نورو یادونو وروسته نندارتون د سفرونو يو جونګ راپېژني او خپل لومړنی سفر په غارونو کې د اوسېدونکي انسان له ژوند راپیلوي او هغه ته له ننني متمدن ژوند سره غوټه ورکوي.

د کتاب نثر راښکونکی او حکایتي- داستاني رنګ لري. دغه ښکلا د دې سبب ګرځي چې لوستونکی هغه په مينه مینه ولولي او د لوستلو په وخت کې يې د هيڅ ډول ستړيا احساس ونه کړي. د ځينو مسایلو د لا روښانولو لپاره له حکايتونو کار اخستل د لوستونکي د باور خپلولو يوه هڅه ده، ليکوال چې له کومو حکايتونو استفاده کړې ده، هغه په ډېر خوند راخستي او داسې ښکاري چې دا حکايتونه يې يوازې د مسئلې د روښانولو لپاره نه دي کارولي، بلکې په موضوع کې د خوند پیدا کولو مينه هم په کې پرته ده.

دا چې کتاب د خلکو د معلوماتو د زیاتولو په خاطر لیکل شوی دی، نثر يې هم معلوماتي دی او د دې نثر ټول خصوصیات په کې مراعت شوي دي، که څه په ځينو برخو کې تحقیقي بڼه لري خو ژبه يې پوره معلوماتي تومنه لري. لیکوال هڅه کړې، داسې ژبه وکاروي چې د لوستونکي عواطف راخپل او د متن او لوستونکي ترمنځ رابطه ډېره صميمي شي. د کتاب لومړی بحث په همداسې ژبه پیل شوی دی. لومړی بحث غار مېشتي انسانان نومېږي، استاد ليکي: کله چې انسان نړۍ ته راغی ډېر بې کسه او بې وسه و.

دلته لوستونکي ته تلوسه لوېږي چې نو انسان ولې او څنګه بې کسه او بې وسه و، دا جمله لوستونکی هڅوي چې ورپسې کرښې ولولي، دا د متن کيسه ييز خوند راپه ګوته کوي.

د کتاب ټول متن له لنډو لنډو جملو رغښت موندلی چې دا هم تر ډېره هغه جملې دي چې د لنډو کيسو په لیکلو کې ترې کار اخستل کېږي.

د استاد د نثر يوه ښکلا دا هم يادولای شو چې د کتابي او راډيويي متن ترمنځ يې تعادل په نظر کې نيولی، پر ډېر ساده والي او عام فهمۍ سربېره، چې د راډيويي متن ځانګړنه ګڼل کېږي، کتابي بڼه هم لري. البته باید ووايم چې زما منظور دا نه دی چې کتابي ژبه باید سخته وي، خو دومره ویل خامخا غواړم چې موږ باید د خپل فکر د لېږد لپاره د موضوع له مخې هغسې نثر وکاروو چې نورو ته د افادې او اخستنې وړ وي. ځکه د هرې موضوع له لیکلو څخه زموږ لومړی هدف د نورو پوهول او هغوی ته خپل پیغام رسول دي.

استاد ټول عمر همدا هڅه کړې، د استاد د اثارو له لوستلو یو شی چې په جوت ډول احساسوو هغه دا دی، په ساده نثر ډېر تکيه کوي او مقصد يې دا دی چې نور په يو څه ښه وپوهوي، حال دا چې يو شمېر نور ليکوال مو ژبه ډېره سخته کاروي او زیاتره کره کتونکي دغې مسئلې ته د فضل فروشۍ په سترګه ګوري.

د کتاب له فهرست داسې ښکاري چې موضوعات د راډيويي پروګرام د جوړښت له مخې ځای په ځای شوي دي. حال دا چې ممکن و چې د موضوعي وېش له مخې دغه موضوعات سره اوډل شوي وای، خو استاد لکه څنګه چې په سريزه کې ویلي دي، دا له پرونه تر ننه ګام په ګام سفر دی او لوستونکي په همدې ډول له ځان سره د لارې ملګری کوي.

دغه کتاب د ژوند له پرونه تر ننه د ټولو اوزارو، ارزښتونو او تاریخ يوه هينداره ده، که پرون د متمدن ژوند په لور يو حرکت ګڼل شوی، نننی ژوند هغې نقطې ته د رسېدو يو پرمختللی پړاو په ګوته کېږي، ځکه ژوند خو لا هم دوام لري او نور پرمختګونه يې په مخکې دي.

استاد په دې کتاب کې لکه څنګه چې مخکې هم ورته نغوته وشوه، پر سفرونو او مزلونو رانغښتی، لومړی هغه خو يې په غارونو کې د انسانانو ژوند و، دويم سفر يې هغې زمانې ته دی چې د دې خاورې بچو او زامنو د اریايي مدنيت بنسټونه ايښي وو. په دې سفر کې استاد لومړی موږ د اریانا پايتخت ته لاسنیولی ورولي، د بلخ ننداره راباندې کوي، په منډو منډو مو د اریانا د کرکيلې پر ځمکو دروي، د هغه وخت خوښۍ او ښادۍ راسره شریکوي او د اتڼونو سیل راباندې کوي.

خو يوازې پر دې مسایلو تکيه نه کوي، د اجتماعي ژوند عمده او ارزښتناک اړخونه هم راسپړي او په دې سفر کې دا هم راته وايي چې په اریانا کې ریاستي واک چلېده او د خلکو په خوښه ولاړ و، د مهمو او هيوادني مسایلو لپاره يوه لويه مرجع موجوده وي چې هغه لويه جرګه ده او دا بیا د خلکو برخلیک ټاکي، خلک او قومونه د خپلې پېژندګلوي لپاره بېرغونه لري چې لوړ رپېږي، بیا په همدې سفر کې د ويدي سرودونو خوږو ته مو کېنوي او بیا د خط د راپیدا کېدو راز راسپړي، د ډبرلیکونو خبره کوي.

دا سفر همداسې دوام لري، درېيم ګام کې د ننني ژوند او تېر ژوند ترمنځ د تړاو ښودلو لپاره پر پرونيو تخیلاتو ولاړ د نن زمانې د اختراعاتو جاج اخلي. او لیکي چې د نننيو عصري اختراعاتو مونډ او سټه په لرغونو اسطورو او افسانو کې نغښتې.

يو بل ګام کې راته دا وايي چې موږ د ګنج پر سر نیم ويښ او ويده يو، نيم وېښ اوويده ځکه چې لا هم د خپلو کانونو د کېندلو اساسي چاره نه راځي او سمه ملي استفاده ترې نه شو کولای. دې ګام کې ټولې هغه مهمې زېرمې زموږ د سترګو له هېندارو تېروي چې تراوسه پېژندل شوي دي، خو ورسره تاريخي سیمې هم راته پېژني.

د تاریخي سیمو په سفر کې لومړی مو پر غور ګرځوي، هلته راباندې د جام مینار ننداره کوي او د هغه عظمت بیانوي، بیا مو غزني، هلمند پر لرغونو مېنو او لارو دروي. د هرات ډېر څه راباندې ګوري او لنډ مو پر کندهار تاووي، هلته مو هم د خوږ شېبو ميلمه کوي او بیا نو مخ په کابل راخوځېږو. دلته د نوي تمدن جاج اخلي. استاد ليکي: کابل د هيواد مرکز دی او په دې ښار کې د مرکز په توګه د نوي تمدن او نويو پروګرامونو بنسټونه اېښودل کېدل او اداره يې منظمېدله، د کابل د زاړه ښار نرخونه، دلته عصري او د ښځو زده کړې، په دې ښار کې حکومتي کابینه، پوسته خانه، کلیز، مټریک سیستم، دفتري اصطلاحات، ګمرکي اصلاحات، تجارتي نظم، دولتي خزانه، اداري وېش، د هيواد عصري بندونه، عصري لارې او عصري ودانۍ مو وکتلې او وڅېړل.

خو استاد يوازې پر دې اکتفا نه ده کړې، بلکې په سیاسي، فرهنګي او ټولنيزو ادارو او موسساتو ته يې هم سر دننه کړی، سیاسي ګوندونه، مطبوعات، ادبي انجمنونه، ملي کتابتون، ملي موزیم، ملي ارشیف، تیاتر او نندارې، سهامي شرکتونه او نور مدني او عصري تاسیسات راباندې ګوري.

د يادونې وړ ده چې د دې کتاب په وروستیو يو ويشت مخونو کې په مختلفو تاریخي دورو پورې اړوند د تاريخي سيمو، خزانو، اوزارو، څليو او ډبرلیکونو انځورونه خوندي شوي دي چې د کتاب ښکلا يې لا نوره زیاته کړې ده.په پای کې دا یادول هم ضرور دي چې ووایو چې استاد رفيع د ۸۴ په شاوخوا كې چاپ، د ۱۵په شاو خوا كې ناچاپ اثار او د۸۰۰ په شاوخوا كې يې مقالې لري. دغه راز استاد حبيب الله رفيع ته دوې ادبي جايزې، دوه د سروزرو مډالونه او يو د لويې جرګې مډال هم وركړل شوی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA