ads

غزاله جاوید: دا خپل ښایست راپورې اور شو…

هغه چې ښادۍ به پرې ګرمې وې، هغه چې د سرو شونډو ياقربان به يې په زړونو كې لارې كولې، هغه چې په يو نظر ليدو پسې به يې زړونو له سينو ټوپونه وهل او هغه مسته ښاپېرۍ چې كله به يې په پاسته غږ ( باران دى باران دى) سندره راواخسته، په ټول مجلس […]

نویسنده: The Killid Group
4 چنګاښ 1391
غزاله جاوید: دا خپل ښایست راپورې اور شو…

هغه چې ښادۍ به پرې ګرمې وې، هغه چې د سرو شونډو ياقربان به يې په زړونو كې لارې كولې، هغه چې په يو نظر ليدو پسې به يې زړونو له سينو ټوپونه وهل او هغه مسته ښاپېرۍ چې كله به يې په پاسته غږ ( باران دى باران دى) سندره راواخسته، په ټول مجلس به يې خمار وشینده، نن دا هر څه ورپورې اور وګرځېدل:

هغه چې ښادۍ به پرې ګرمې وې، هغه چې د سرو شونډو ياقربان به يې په زړونو كې لارې كولې، هغه چې په يو نظر ليدو پسې به يې زړونو له سينو ټوپونه وهل او هغه مسته ښاپېرۍ چې كله به يې په پاسته غږ ( باران دى باران دى) سندره راواخسته، په ټول مجلس به يې خمار وشینده، نن دا هر څه ورپورې اور وګرځېدل:

دا خپل ښايست راپورې اور شو…

نن د هغې په مړي د ژړا هم څوك پاتې نه شول، غزاله جاويد د غبرګولي په ۲۹ مه ماښام له خپل پلار محمد جاوېد سره يو ځاى ووژل شوه، يو نه دوه نه پوره شپږ ډزه په ټټر ولګېده.

نوموړې له نن څخه ۲۲ كاله وړاندې په (۱۹۹۰) كال د سوات په بڼ سيمه كې د ژوند لومړى پسرلى وليد، د سوات خلك په قصدي توګه ډېر بې وزله ساتل شوي، كله چې غزاله ۱۶ كلنۍ ته ورسېده، نو نڅا ته یې مخه كړه، د شومې زمانې له ګوتو به يې د خپل حسن په جادو او زور خپلې كورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله، هغه كه د نجونو ميره نه ګڼل كېده نو د ښكلا د بازار پيره ضرور وه، همدې پيرۍ خو په ۲۰۰۴ كال  د يا قربان نړۍ ته راوسته.

د هغې ( خو لږ راشه كنه) ( زه دې څه يم ته مې څه يې) ( او جدا رانه جانان دى) سندرې نه وې، بلكې پر له پسې قيامتونه وو چې د پښتو موسيقۍ له نغمه زاره راپورته شول، د هغې په سندرو كې هرې پېغلې ته خپل ځان، هر ځوان ته خپل جهان او هر مساپر او مين ته خپله نړۍ په نظر ورتله.

غزالې په ۲۰۱۰ كال له يوه ځمكه وال ملك جهانګير خان سره واده وكړ خو له دې نه وه خبره چې هغه به تر دې وړاندې درې نورې مېرمنې هم خپلې بندګۍ ته كېنولې وي، اوس شوى كار و او غزاله د جهانګير خان تر ټولو كشرۍ او څلورمه مېرمن شوه.

غزاله كه څه هم نازنينه وه خو د دريو بنو ترمنځه يې ترخې شپې قبولې كړې، ورو ورو چې حالات واوښتل نو حوصله يې له لاسه وركړه او د پلار په كور كېناسته، ډېرې پټې دعاوې يې وكړې ( تا خداى په نيكه واړوه جانانه شرابي)

خو پايله دا شوه چې د پېښورعدالت ( محکمې) په ۲۰۱۱ كال د اكتوبر په ۱۲مه نوموړې ته له خپل بدعمله مېړه د طلاق درې كاڼي واخستل، د غزالې د خور فرحت جاويد په وينا: (( دې كار د غزالې لپاره د ملك جهانګير په زړه كې د انتقام اور بل كړ او هله پرې يخې اوبه واوښتې چې غزاله له موږ سره په ډبګرۍ كې له يوې ارايشګاه څخه راووتله، د جهانګير خان وسله والو پرې ډزې وكړې.))

په دغه پېښه كې فرحت ته كوم زيان نه دى اوښتى خو غزالې او پلار يې د سختو ټپونو له كبله ساه وركړه.

د ډبګرۍ په سر ښار سيمه كې ځايي خلكو يوې مشهورې رسنۍ ( اج نيوز) ته ويلي چې د پېښې عاملين پر موټر سايكلونو سپاره وو او په تېښته بريالي شوي دي خو د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او كلتور رئيس غږ كړى چې عاملين كه هر څوك او هرڅومره زورور وي، د قانون له منګولو به خلاص پاتې نه شي.

ياده دې وي چې غزاله جاوېد اوسمهال د سندرو له نړۍ سره مخه كړې وه او تر دې يو نيم كال وړاندې يوه بله خوږ ژبې سندرغاړې ايمن اداس هم د ورور په ډزو د اجل غېږ ته رسېدلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA