تېره اوونۍ د هند او امريکا ترمنځ د ستراتېژيکې همکارۍ له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران سلا شول چې افغانستان، هند او متحده ايالات بايد خپل فعاليتونه د رسمې مشورتي غونډو له لارې پر مخ یوسي، خو سیاسي کارپوهان وايي چې باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ انډول ته هم
تېره اوونۍ د هند او امريکا ترمنځ د ستراتېژيکې همکارۍ له خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران سلا شول چې افغانستان، هند او متحده ايالات بايد خپل فعاليتونه د رسمې مشورتي غونډو له لارې پر مخ یوسي، خو سیاسي کارپوهان وايي چې باید د سیمې د هېوادونو ترمنځ انډول ته هم پام وشي.
د امريکا متحده ايالاتو او هند موافقه کړې چې له افغانستان سره به درې اړخېزې خبرې کوې او په دې توګه به د زراعت، کانونو، برېښنا او په نورو زيربنايي پروژو کې له افغانستان سره مرسته کوي.
د جنوبې او مرکزي اسيا په چارو کې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرت بليک په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل: “ په پوره ډاډ سره وايم چې د افغانستان، متحده ايالاتو او هند ترمنځ درې اړخېزې خبرې د پاکستان پر ضد نه دي.”
بليک وايي، دا درې اړخېزې خبرې د افغانستان د وضعې او له دې هېواد څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه دي. د هند د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا وویل، هند او افغانستان په خپلو کې لرغونې تاريخې، اقتصادي او فرهنګې اړيکې لري.
ده، په افغانستان کې د هند ونډه مهمه وبلله. کرشنا د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې سره په خبرو کې د پاکستان په اړه وويل، په پاکستان کې د تروريستانو امن ځايونه بايد له منځه يوړل شي.
په هغه بحث كې چې د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز له خوا د يو شمېر سياسي كارپوهانو او ولسي جرګې د وكيلانو په ګډون په افغانستان كې د هندوستان د رول په اړه جوړ شوى وو، ګډونوالو وويل چې افغانستان له هند سره لرغونې سياسي، كلتوري او اقتصادي اړيكې لري چې بايد نورې هم پياوړې شي.
د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز مشر عبدالغفور ليوال وویل چې په دې وروستيو كې نړيواله ټولنه او امريكا په افغانستان كې د هندوستان د ونډې زياتيدلو ته ليواله ده: (( هند له ۲۰۰۱ كال وروسته د افغانستان له حكومت سره مخامخ اړيكې ټينګې كړې او د دې پر ځاى چې له ډلو، اشخاصو او استخباراتي كړيو سره تعلقات ولري، مخامخ يې له يوه مشروع حاكميت، ولس له ولس او حكومت له حكومت سره مناسبات پيل كړل چې زه فكر كوم د افغانستان نورو ګاونډيو ته هم د تقليد وړ سياست دى.))
د دې تر څنګ د دغه بحث بل ګډونوال او د ولسي جرګې غړي نادرخان كټوازي وویل چې افغانان بايد د هندوستان له تجربو څخه د ظرفيتونو په جوړولو كې ګټه واخلي.
د كټوازي په خبره حكومت بايد د هندي پانګوالو پانګې او متخصصين راجلب كړي چې په وينا يې دغه متخصصين د افغانستان لپاره د نورو هېوادونو د متخصصينو په پرتله هم ګټور او هم ارزانه پريوزي: (( زما په اند كه هند له افغانستان سره پوځي مرسته كوي په سيمه كې به ډېر حساسيتونه راوپاروي، موږ تاسې پوهېږو چې د هند او پاكستان اړيكې او بيا دلته د پاكستان لاسوهنې يو څرګند حقيقت دى او دغه لاسوهنې به نورې هم پسې زياتې شي، زما په عقيده موږ له هند سره ښې اړيكې لرو او دغه اړيكې بايد نورې هم ورسره ښې شي، مګر دلته بايد د افغانستان حكومت د سيمې د ټولو هېوادونو نزاكتونه هم په پام كې ونيسي چې د افغانستان د ملي ګټو سره سم وي او په راتلونكې كې افغانستان ته د سولې په راوستو كې گټور ثابت شي.))
دغه راز د ياد بحث بل ګډونوال او د سياسي چارو كارپوه ډاكټر كبير رنجبر وویل چې افغانستان، هندوستان او امريكا غواړي يو درې اړخيزه مثلث رامنځته كړي، په وينا يې دغه مثلث د هيڅ يوه هېواد پر ضد نه، بلكې يوازې د افغانستان د ستونزو د له منځه وړلو لپاره دى.
د بحث بل برخوال او د سياسي چارو كارپوه ډاكټر محمد عمر شريفي وویل، پوښتنه دا ده افغانستان چې د نړۍ له هېوادونو سره كوم تړونونه لاسليك كړي او د نورو هېوادونو سره يې هم اړيكې پراخه شوې دي له دې څخه ګټه اخستلاى شي او كنه؟
شريفي زياتوي چې له دې اړيكو ګټه پورته كول د افغانستان په دننه كې د دوو فكتورنو سره تړاو لري: (( لومړى فكتور سياسي اراده ده چې آیا شته دی او که نه؟ زه فكر كوم چې د سياسي ارادې شتون به له اساسي شرطونو وي، دوهم د ظرفيتونو لوړول، په تېرو لسو كلونو كې ظرفيت رامنځته شوى دى، په نهايت كې به دا تر هغې كچې وده وكړي چې افغاني اړخ په دې برلاسى كړي، هغه ژمنې چې كوي هغه عملي كړي.))
بلخوا ټاكل شوې ده چې د روانې ميلادي مياشتې په اته ۲۸مه په هندوستان كې د دافغانستان لپاره د پانګو د جلبولو په هدف يو كنفرانس هم جوړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


