د پاکستان د ولسي جرگې رئيسې فهميدې مرزا اعلان وکړ، چې د واکمن پيپلز گوند كانديد راجا پروېز اشرف يې په لوى اکثريت د نوي لومړي وزير په توگه منلى دى.
د پاکستان د ولسي جرگې رئيسې فهميدې مرزا اعلان وکړ، چې د واکمن پيپلز گوند كانديد راجا پروېز اشرف يې په لوى اکثريت د نوي لومړي وزير په توگه منلى دى.
له ٣٤٢ رايو څخه راجه پروېز اشرف ته ٢١١ رايې ورکړل شوې.
راجا پروېز اشرف د پنجاب ايالت اوسېدونکى دى او د پيپلز گوند يو له ډېرو پخوانيو غړو څخه دى.
نوموړى په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې په لومړي ځل د پاکستان د ولسي جرگې غړى شو او په ٢٠٠٨ کال کې يې د يوسف رضا گيلاني په کابينه کې د اوبو او برېښنا د وزير په توگه کار وکړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


