د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټې ښار کې پر ملكي كسانو د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه پېښه نن د کوټې ښار په سرياب روډ سيمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوټې ښار کې پر ملكي كسانو د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه پېښه نن د کوټې ښار په سرياب روډ سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي پوليسو د پېښې د پخلي پرمهال رسنيو ته ويلي، چې نامعلومو وسله والو د سيمې په يوه دکان کې پر ناستو ٩ کسانو ډزې وکړې، چې له كبله يې ټول ټپيان شول، خو وروسته يې روغتون ته پر لاره ۸ ټپيانو ساه وركړه.
د پوليسو په وينا، تراوسه د پېښې د رامنځته كېدو لامل نه دى څرګند خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د دې پېښې پړه لا چا پرغاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


