ads

د اسماعیل پر دوسیې به څه وکړئ؟

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې یو ځل بیا وویل چې د اوبو او برېښنا وزير او د هرات ښاروال د مليونونو ډالرو په ارزښت د مجيد زابلي ملکيتونه لاندې کړې دي. له اداري فساد سره د مبارزې ادارې یو ځل بیا وویل چې د اوبو او برېښنا وزير او د هرات ښاروال د […]

نویسنده: TKG
31 غبرګولی 1391
د اسماعیل پر دوسیې به څه وکړئ؟

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې یو ځل بیا وویل چې د اوبو او برېښنا وزير او د هرات ښاروال د مليونونو ډالرو په ارزښت د مجيد زابلي ملکيتونه لاندې کړې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې یو ځل بیا وویل چې د اوبو او برېښنا وزير او د هرات ښاروال د مليونونو ډالرو په ارزښت د مجيد زابلي ملکيتونه لاندې کړې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر عزيزالله لودين وايي چې دولت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره سياسي اراده نه لري او دوی نشي کولای چې په زوراکو قانون پلی کړي.

نوموړي چې تېره اوونۍ په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې زیاته کړه چې د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان په هرات کې د مجيد زابلي کور او هرات ښاروال محمد سليم تره کي د مجيد زابلي سراى چې دوکانونه لري، په زور او جبر لاندې کړې دي او کرایه یې اخلي.

د ده په وينا، دغه کور او سراى ٢٢ مليونه امريکايي ډالره ارزښت لري.

لودین په دغه کنفرانس کې وویل چې د جمهوري ریاست په فرمان یې په ١٣٨٣ کال د دې موضوع د څېړلو لپاره د اتو وزارتونو ګډ پلاوى هرات واستاوه.

د نوموړي په خبره د دغه پلاوي پلټنو وښوده چې ټول ټال د سل ملیونه ډالرو په ارزښت ځمکې غصب شوې دي.

لودین زیاتوي: (( د عبدالمجيد خان زابلي د ملكيت دوسيه هغه پلاوي چمتو كړې وه چې د اتو وزارتونو له خوا ګمارل شوى وو او ويل يې چې دغه ملكيتونه اوس د اسماعيل خان په تصرف كې دي، زه اوس څه چاره لرم بې له دې چې ياده دوسيه څارنوالۍ ته وليږم.))

لودين زياتوي چې د دغې قضیې اړوند دوسیه یې په ۱۳۸۵ كال څارنوالۍ ته ليږلې وه، خو څارنوالۍ ویلي وو چې دوسیه نه ده ور استول شوې.

مګر د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري کلید ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، دوى دغه دوسيه قضای دولت ته ليږلې او دا به محكمه ثابتوي چې دا ځمكه دولتي ده او که د اسماعيل خان له خوا غصب شوې ده.

د لويې څارنوالۍ مرستيال له دې هم انکار نه کوي چې ګواکې دا دوسیه دوی ته نه ده رسېدلې، نظري وايي: (( په خپله زما تر څېړنو لاندې وه، موږ د زابلي ملكيتونه په كابل، ننګرهار او هرات كې تثبيت كړل.))

د نظري د څرګندونو له مخې په دغو ملكيتونو كې يو كور دى چې د زابلي د وكيل د ورثې له خوا د اسمعيل خان مېرمنې ته حبه( بخشش) شوی او اسماعيل خان شرعي قباله په لاس کې لري.

لودين د هرات ښاروال بیا د يوه كاروان سراى او درې زره جريبه ځمكې په غصبولو تورن كړی او وايي نوموړی هم د دوی په اداره کې دوسیه لري.

د نوموړي په وينا، تره کى اوس د ياد سراى کرايه هم اخلي.

خو د هرات ښاروال محمد سليم تره كي له كليد سره په مركه كې دغه تورونه رد كړل.

نوموړي کلید ته وویل، دى حاضر دى چې په ټولو عدلي او قضايي ارګانونو كې خپل ځواب ووايي:(( دغه غير مسوولانه موضوعات چې لودين د رسنيو له لارې يادوي دا به ښه وي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري، څو هغوى د دغه قضيو په اړه څېړنه وكړي.))

نوموړی دا هم وویل، لودین حق نه لري چې د محکمې له پرېکړې وړاندې د چا نوم واخلي.

د پژواک په راپور د روانې مياشتې په لومړيو کې د “زابلي خيريه بنسټ” هم دعوه کړې وه چې د ملي دفاع وزارت او زورواکانو په کابل، هرات او ننګرهار کې د “مجيد زابلي” شتمنۍ غصب کړې ده.

د دې بنسټ استازي محمدکريم خرم د غبرګولى په ٦مه خبريالانو ته ويلي و چې د مجيد زابلي ١١٧ جريبه ځمکه په کابل کې د دفاع وزارت او ٤٩ جريبه ځمکه د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د سيد کريم بها په نوم يوه تن غصب کړې ده.

ده هم ويلي و چې اسماعيل خان په هرات کې د زابلي کور غصب کړى دى.

د “زابلي خيريه بنسټ” د معلوماتو له مخې، زابلي وصيت کړى چې د دوه سوه مليون ډالرو په ارزښت شتمنيو د عوايد ٧٠ فیصده يې د هېواد د پوهنې په برخه او ٣٠ فیصده يې له اړو خلکو سره د مرستو په برخه کې ولګول شي.

لودین له فساد سره د مبارزې په اړه وویل چې په نورو هېوادونو كې له فساد سره د مبارزې ادارې واك لري چې تورن كس ونيسي او پوښتنې ترې وكړي، خو د ده په وينا، دلته له دوى سره مسوول ارګانونه هېڅ همكاري نه كوي.

لودين هغه اوازې هم رد کړې، چې ګويا دى غواړي په کوم بهرني هېواد کې سياسي پناه واخلي.

خو هغه زياته کړه: “هو زه د امريکا تابيعت لرم او هغه د دې لپاره، چې زموږ خپل پاسپورټ زموږ د کور په مخکې نه چلېږي …که د امريکا پاسپورټ له ما سره نه وي، زه په نړيوالو کنفرانسونو کې ګډون نه شم کولاى.”

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA