ads

تمه ده نن د ايران او پنځه جمع يو هېوادنو ترمنځ د خبرو اترو درېيم پړاو پيل شي

ټاکل شوې، چې نن د ايران او پنځه جمع يو ډلې تر منځ د خبرو اترو بل پړاو په مسکو كې پيل شي. دا د اټومي لانجې په اړه د دواړو غاړو تر منځ د خبرو اترو درېيم پړاو دی. ټاکل شوې، چې نن د ايران او پنځه جمع يو ډلې تر منځ د خبرو […]

نویسنده: TKG
29 غبرګولی 1391

ټاکل شوې، چې نن د ايران او پنځه جمع يو ډلې تر منځ د خبرو اترو بل پړاو په مسکو كې پيل شي. دا د اټومي لانجې په اړه د دواړو غاړو تر منځ د خبرو اترو درېيم پړاو دی.

ټاکل شوې، چې نن د ايران او پنځه جمع يو ډلې تر منځ د خبرو اترو بل پړاو په مسکو كې پيل شي.

دا د اټومي لانجې په اړه د دواړو غاړو تر منځ د خبرو اترو درېيم پړاو دی.

د راپورونو له مخې په دې ناسته کې تمه کېږي، چې پنځه جمع يو ډله له ايران څخه د ۲۰  سلنه يورانيمو بډاينې د بندولو او په « قم» سيمه کې د يورانيمو د غني کولو د يوه مرکز د تړلو غوښتنه مطرح کړي.

په مقابل کې ويل کېږي، چې د ايران مذاکره کونکي به پر ايران د لګيدلو بنديزونو د ختمولو او د يورانيمو د غني کولو لپاره د خپل هېواد د حق غوښتنه وکړي.

د ايران او پنځه جمع يو ډلې هېوادونو « يانې امريکا، چين،روسيه،فرانسه، جرمني او برتانيا» تر منځ د خبرو اترو تېر پړاو،  تېره مۍ مياشت په بغداد کې بې پايلې پای ته ورسېده.

بلخوا ويل کېږي، چې روسي چارواکي به د اوسنيو مذاکراتو د يوې مثبتې پايلې راويستلو هڅه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA