د پاكستان د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ په لنډي كوتل سيمه كې چاودنه شوې، چې له كبله يې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان د سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې پېښه په لنډي كوتل بازار كې رامنځته شوې، چې له كبله يې ۳۰ تنه ټپيان شول، خو ورسته ۱۴ هغو يې د
د پاكستان د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ په لنډي كوتل سيمه كې چاودنه شوې، چې له كبله يې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاكستان د سيمه ييزو رسنيو د راپور له مخې پېښه په لنډي كوتل بازار كې رامنځته شوې، چې له كبله يې ۳۰ تنه ټپيان شول، خو ورسته ۱۴ هغو يې د سختو ټپونو له كبله ساه وركړه.
د دوى د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه كې يو شمېر دوكانونه هم زيانمن شوي دي.
د دې پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې او نه هم په رسمي ډول ځايي چارواكو د پېښې پخلى كړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

