ads

خاموشه قربانیان

د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي چې دا مهال  په هېواد کې شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي. د نور هېواد ترڅنګ يوازې په کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي، له دې جملې  ځينې ماشومان د خښتو په بټيو، د سړك پر د کار او […]

نویسنده: TKG
24 غبرګولی 1391
خاموشه قربانیان

د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي چې دا مهال  په هېواد کې شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي. د نور هېواد ترڅنګ يوازې په کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي، له دې جملې  ځينې ماشومان د خښتو په بټيو، د سړك پر

د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي چې دا مهال  په هېواد کې شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان له ګواښ سره مخ دي.

د نور هېواد ترڅنګ يوازې په کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي، له دې جملې  ځينې ماشومان د خښتو په بټيو، د سړك پر غاړه د توكو پلورلو، په ګڼه ګوڼه كې د موټر د ښېښو صفا كولو پسې لالهانده وي.

د کار او ټولنیزو چارو وزرات ترڅنګ د نورو نړيوالو مرستندويه ټولنو  ارزونې هم دا په ډاګه كوي چې  په افغانستان کې ماشومان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان له كړاوه ډك ژوند تېروي.

د کار او ټولنیزو چارو وزرات ویاند محمد علي افتخاري په وينا، په تېرو لسو کلونو کې ماشومانو ته د یو لړ کارونو په ترسره کېدو سربېره لا هم دغه ډله له جدي ګواښونو سره مخ دي.

افتخاري زياتوي: (( د هغو شمېرو له مخې چې موږ او یونسف یې لرو، د شپږ ملیونه له خطر سره مخامخ ماشومانو له ډلې یوازې دوه نیم ملیونه یې د دې وزارت او نورو مرستندویه ټولنو تر پوښښ لاندې دي او په خواشینۍ سره چې درې نیم ملیونه نور ماشومان لا هم له خطر سره مخ دي.))

كه څه هم  تر اوسه د هغو ماشومانو په اړه دقیقې شمېرې نشته چې په افغانستان کې په شاقه او سختو کارونو بوخت دي. خو د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي یوازې په کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره تنه ماشومان په دغه راز کارونو بوخت دي.

خو افتخاري وايي چي د سړک غاړې ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره اوس د یو شمېر نړیوالو ټولنو په مرسته د یوې ستراتیژۍ په جوړولو لګیا دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ غواړو هغه ماشومان چې شاقه کارونه کوي ملاتړ یې وکړو. موږ د یو شمېر نړیوالو ټولنو لکه یونسف، سیف د چلډرن، بشري حقونو او ګڼو نورو ادارو په مرسته لومړی د ماشومانو د حقونو په اړه خلک پوهوو او تر هغه وروسته بیا د ماشومانو د راټولولو پروګرام په پام کې لرو چې وروسته تر هغه به سړکونو ته د دوی د راوتلو د علتونو په اړه څېړنې وشي.”

د دغو اندېښنو تر څنګ د پوهنې وزارت اعلان کړی چې دا مهال تر نهه ملیونه ډېر ماشومان ښوونځیو ته جذب شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ايمان وايي، په ټول هېواد کې یې درې کلن اشر پیل کړی چې له مخې به یې افغان ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

نوموړى زياتوي چې دا مهال يوازې درې مليونه ماشومان پاتې دي چې د هغوى لپاره يې هم جدي هڅې پيل كړې دي، څو ښوونځيو ته يې جذب كړي.

دا په داسې حال كې ده چې څه موده وړاندې د المان د هېواد د فريډريش ايبرټ د بنسټ او د افغانستان د كاركوونكو د ملي اتحاديې له خوا يوه سروې خپره شوې وه چې د هغې سروې له مخې نږدې ۵۰ زره ماشومان چې عمرونه يې له ۵ تر ۹ كلونو پورې دي، د كابل ښار شاوخوا د خښتو د پخولو په بټيو كې په درنو كارونو بوخت دي.

په راپور كې دا هم ويل شوي وو، زيات شمېر هغه ماشومان چې په دې بټيو كې په كار بوخت دي، له خپلو كورنيو سره د كار په ځاى كې ژوند كوي او روغتيايي او د زده كړې خدمتونو ته هېڅ ډول لاسرسى نه لري.

د ياد بنسټ چارواكو دا هم ويلي وو چې دا  د هغو بې وزلو كورنيو ماشومان دي چې مجبوره دي هره ورځ د سهار له اوو بجو، د ماښام تر اوو بجو پورې كار وكړي.

احمد زبير چې ۸ كاله عمر لري يو له هغو ماشومانو دى چې د كابل ښار په ده افغانانو كې د سړك پرسر پلاستيكي كڅوړې خرڅوي او ترڅنګ يې د ښوونځي په دوهم ټولګي كې  زده كړې هم كوي.

احمد په دې اړه چې آيا كار يې د زده كړې پر وړاندې خنډ نه ګرځي، وايي: ” د سهار له اوو بجو تر لسو بجو په ښوونځي كې يم او وروسته تر هغې بيا تر مازديګر او ماښامه د سړك په سر كڅوړې خرڅوم. “

زبير يو له هغو ماشومانو ځنې دی چې  پلار يې ناروغ دى او د كار كولو توان نه لري، هغه يوه خور او درې وروڼه لري او مشر ورور يې هم په كراچۍ كې د خلكو بارونه له یو ځاى څخه بل ځاى ته وړي.

زبير په داسې حال كې چې بوټونه يې هم  شلېدلې دي، له سهار تر ماښامه د سړك په سر سرګردانه وي او د يوې كڅوړې د خرڅولو په خاطر هر چا پسې منډې وهي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA