ads

ايران په هند كې د افغانستان په اړه په جوړېدونكي كنفرانس كې ګډون كوي

ايران د هند له لوري د افغانستان په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته تياري وښوده، خو پاکستان تراوسه پورې د هند بلنې ته ځواب نه دى ويلى. رپوټونه وايي، چې ايران به په لوړه کچه د روانې جون مياشتې په اته ويشتمه نېټه په نوي ډيلي کې د افغانستان د راتلونکي په اړه […]

نویسنده: TKG
22 غبرګولی 1391

ايران د هند له لوري د افغانستان په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته تياري وښوده، خو پاکستان تراوسه پورې د هند بلنې ته ځواب نه دى ويلى. رپوټونه وايي، چې ايران به په لوړه کچه د روانې جون مياشتې په اته ويشتمه نېټه په نوي ډيلي کې د افغانستان د راتلونکي په اړه کنفرانس کې ګډون وکړي.

ايران د هند له لوري د افغانستان په اړه په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته تياري وښوده، خو پاکستان تراوسه پورې د هند بلنې ته ځواب نه دى ويلى.

رپوټونه وايي، چې ايران به په لوړه کچه د روانې جون مياشتې په اته ويشتمه نېټه په نوي ډيلي کې د افغانستان د راتلونکي په اړه کنفرانس کې ګډون وکړي.

د هند د ايم اين اې خبري اژانس د راپور له مخې، په دې يو ورځني کنفرانس کې به افغانستان ته د امنيت او ثبات د راوستلو په پروسه کې د سيمې د هېوادونو د ونډې پر ميکانيزم خبرې وشي، خو افغان چارواکو ويلي، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې د پانګونې لپاره د ټوکيو کنفرانس ته وړانديزونه راټول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA