پاكستان تېره ورځ د امريکا د دفاع وزير ليون پنيتا دا ادعا رد کړه، چې ګوندې پاکستان سخت دريځو ته اجازه ورکوي، چې د دغه هېواد له خاورې څخه په ګاونډي افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو پرضد د بريد لپاره کار واخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه ، په کابل کې د امريکا د دفاع وزير څرګندونې، چې د تېرې اوونۍ په پاى کې يې وکړې، بې ځايه او په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره مضرې وبللې.
د امريکا د دفاع وزير له پولې اخوا د حقاني شبکې پټنځايونه د اندېښنې وړ وبلل او ويې ويل، چې نور يې په اړه د دوى زغم خپل وروستي حد ته رسېدلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ