په کاپيسا ولايت کې پر فرانسوي ځواکونو پرونى ځانمرګى بريد له افغانستان څخه د فرانسوي سرتېرو د ايستلو پر پلان کوم اغېز نه لري.
دغه څرګندونې د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولنډ تېره ورځ په كاپيسا ولايت كې پر فرانسوي سرتېرو له ځانمرګي بريد وروسته وكړې.

نوموړي اعلان وکړ، چې په راتلونکې جولايي مياشت کې به له افغانستان څخه د دې هېواد ځواکونه په وتلو پيل وکړي او د سرتېرو د ويستلو پروسه به د روان ۲۰۱۲ کال تر پايه بشپړه شي.
د كاپيسا د تېرې ورځې په ځانمرګي بريد كې ۴ فرانسوي سرتېري ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ