د اطلاعاتو او كلتور وزارت په چوكاټ كې د رسنيو د سرغړونو كمسيون وايي، دوی پرېکړه کړې چې پژواک خبري آژانس، سرنوشت او باور ورځپاڼې د سرغړونې له کبله څارنوالۍ ته وپېژندل شي، خو د دغو رسنیو مسوولین وايي له قانون سره سم مطبوعاتي فعالیت لري او هېڅ ډول سرغړونه یې نه ده کړې.
د اطلاعاتو او كلتور وزارت په چوكاټ كې د رسنيو د سرغړونو كمسيون وايي، دوی پرېکړه کړې چې پژواک خبري آژانس، سرنوشت او باور ورځپاڼې د سرغړونې له کبله څارنوالۍ ته وپېژندل شي، خو د دغو رسنیو مسوولین وايي له قانون سره سم مطبوعاتي فعالیت لري او هېڅ ډول سرغړونه یې نه ده کړې.
د رسنیو او سرغړونو د څېړنو کمسیون ترمنځ لانجې له هغه وروسته زور واخست چې د غبرګولي په ۴ مه پژواك خبري اژانس د يوې حكومتي سرچينې په حواله چې نوم یې نه دی افشا شوی، خبر وركړ چې ايران د ولسي جرګې يو شمېر غړو ته چې د ځینو نومونه هم ياد شوي، په دې پار مليونونه ډالر وركړي چې له امريكا سره د ستراتېژيكو همكاريو تړون ته به د تاييد رايه نه وركوي.
د پژواک دا خبر د غبرګولي په ۶ مه سرنوشت ورځپاڼې پخپله ۶۰۹ مه ګڼه او باور ورځپاڼې پخپله۱۲۰ مه ګڼه كې د پژواك خبري اژانس په حواله خپور کړی دی.
د رسنیو د کمسیون غړی شکور دادرس وايي، د خبر تر خپرېدو وروسته د ولسي جرګې هغه غړي چې په دغه خبر كې يې نومونه ياد شوي، د اطلاعاتو او كلتور وزارت په چوكاټ كې د رسنيو د سرغړونو د څېړنې كمسيون ته شكايت وکړ او کمسیون وپتېیله چې دا رسنۍ څارنوالۍ ته وپېژندل شي.
د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدير اسدالله وحيدي د دې ټکي په تایید له كليد سره په یوه ځانګړې مركه كې وويل، دوى له پژواك خبري اژانس څخه د سرچينې په يادولو دا راپور راخستى دی.
وحيدي زياتوي، بې له دې چې دوى د رسنيو د سرغړونو د څېړنې كمسيون ته ور وبلل شي او ترې پوښتنه وشي، مستقيما څارنوالۍ ته معرفي شوي دي:(( وروستۍ څو مياشتې موږ تر ژور ذهني فشار لاندې تېرې كړې دي، هره ورځ زموږ دفتر ته پوليس راځي، له څارنوالۍ زنګ وهل كېږي، هر ورځ بايد موږ څارنوالۍته لاړ شو او يوې عادي پوښتنې ته ځواب ووايو.))
د وحيدي په خبره تر دې وړاندې هم لس ځله څارنوالۍ ته معرفي شوى دى: (( تاسې خبر ياست چې په يوه ناقانونه اقدام كې زه تېر كال ۲۸ ساعته توقيف هم شوم.))
له بل لوري د ملي باور ورځپاڼې مسوول مدير عابدالله عابد هم له كليد سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل چې د دغه وزارت په چوكاټ كې د رسنيو د سرغړونو كمسيون د رسنيو مشران نه دي ورغوښتي او د دغې موضوع په تړاو يې پوره څېړنې نه دي كړې.
عابد زياتوي، وړاندې تر دې چې د رسنيو د سرغړونو كمسيون په سمه توګه راپور ولولي او په دې ځان پوه كړي چې د راپور اصلي سرچينه كومه ده، په يو اړخيز اقدام يې سرنوشت او باور ورځپاڼې هم څارنوالۍ ته معرفي كړې دي.
په همدې حال كې د پژواك خبري اژانس مشر دانش كړوخېل له كليد سره په مرکه کې وويل چې پژواك دغه خبر له کره دولتي سرچينې څخه تر لاسه كړى او وړاندې تر دې چې خپور يې كړي له لسو سرچينو سره يې چك كړى هم دى.
كروخېل زياته كړه، دی د سې شنبې په ورځ د غبرګولي په اتمه هغه مهال چې د رسنيو د سرغړونې كمسيون ته غوښتل شوى و، د دغه راپور د دقت، صحت او توازن په تړاو كمسيون معلومات وركړل.
د نوموړي په وينا د اطلاعاتو او كلتور په وزارت باندې د هغو وكيلانو فشار دی چې په دغه راپور كې يې نومونه ياد شوي او دغه راز له ايران سره د دغه وزارت د علايقو او دلچسپۍ له كبله د دوى معلومات ورته د منلو نه و.
كړوخېل وړاندې وايي، خپله د پژواك هم دا غوښتنه وه چې موضوع څارنوالۍ ته لاړه شي، ځكه په وار وار د رسنيو د سرغړونو كمسيون له پژواك څخه غوښتنه كوله چې د خبر سرچينه يې څوك ده، خو د كړوخېل په خبره يوازې محكمه د دې حق لري چې د سرچينې د روښانه كولو غوښتنه ځنې وكړي.
د پژواك اژانس مشر زياتوي، د دوى يو اعتراض دا دى، په داسې حال كې چې خپله پژواك خبري اژانس مني چې د دغه خبر سرچينه دوى دي او په محكمه كې ترې دفاع كولو ته چمتو دي، نو ولې د اطلاعاتو او كلتور وزارت سرنوشت او باور ورځپاڼه هم څارنوالۍ ته معرفي كړې دي؟
پر دې سربیره کړوخیل دا هم وايي چې دغه راپور نه يوازې سرنوشت او باور ورځپانو نه، بلكې تر لسو ډېرو نورو ورځپاڼو او رسنيو هم خپور كړى، نو ولې يوازې سرنوشت او باور په دغه قضيه کې راښكېل شوي دي:(( دا عمل د دغه كمسيون بشپړ تبعيضي برخورد ښيي.))
كړوخېل دغه راز پر وزير سيد مخدوم رهين نيوكه كوي، وړاندې تر دې چې يو ځل دغه راپور په څارنوالۍ او محكمه كې وارزول او وڅېړل شي، دوى وړاندې تر هغې په ملي راډيو ټلوېزیون كې خبر خپور كړ او د پژواك اژانس دغه راپور يې ناسم او له دقت څخه په واټن كې بللى دى چې د كړوخېل په باور دا خپله لویه سرغړونه ده.
دانش كړوخېل د خپلو خبرو په دوام وايي چې د پژوك خبري اژانس په دغه راپور كې لس سرچينې راوړل شوې او له ټولو اړخونو سره خبرې شوې دي: (( خپله د رسنيو د سرغړونو كمسيون غړو ما سره په خبرو كې ومنله چې دوى تر اوسه دغه راپور په سم او بشپړ ډول نه دى لوستى.))
له بل لوري د افغانستان د ژورناليستانو د ټولنې مشر عبدالحميد مبارز له كليد سره په خبرو كې د رسنيو د سرغړونو د كمسيون ياده پرېكړه د رسنيو د قانون او اساسي قانون خلاف وبلله.
نوموړي زياته كړه، د خبر اصلي سرچينه پژواك دى، هغوى اعتراف كړى او اسناد هم لري، نو كمسيون ته نه ښايېدل چې باور او سرنوشت ورځپاڼه څارنوالۍ ته معرفي كړي.
نوموړى زياتوي، د رسنيو د سرغړونو د كمسيون له تاسيس څخه هدف دا وه چې دغه كمسيون د رسنيو تېروتنې او سرغړونې وڅېړي، وروسته رسنۍ ته اخطار وركړي يا يې جريمه كړي څو اصلاح شي او د بيان له ازادۍ سره مرسته وشي.
خو د نوموړي په باور: (( د دې كمسيون اوسنى حركت چې له سوال او ځواب پرته يې رسنۍ څارنوالۍ ته معرفي كړي، په ځانګړي ډول سرنوشت او باور، د بيان د ازادۍ پر ضد پرېکړه ده.))
بل پلو د اطلاعاتو او كلتور وزارت په چوكاټ كې د رسنيو د سرغړونو كمسيون وايي، دوى د رسنيو د قانون د ۴۵ مادې له مخې او د ولسي جرګې د غړو د كتبي شكايت پر بنسټ وروسته تر هغې پر ياد اقدام لاس پورې كړ چې د پژواك اژانس راپور د دغه كمسيون له لوري د رسنيو د قانون له ۴۵ مادې سره په ټكر كې وبلل شو.
د دغه كمسيون غړى شكور دادرس وايي، پر دې سربېره چې د داسې راپور توليد او خپرول يوه رسنيزه سرغړونه ده، بلكې عدلي تعقیب هم له ځانه سره لري، هغه وايي: د هغه مطلب نشر د رسنيو قانون د ۴۵ مې مادې پر اساس جواز نه لري، نه تنها جواز نه لري، بلكې هغه تخطي ده او نه تنها چې رسانه يي تخطي ده، بلكې له بده مرغه هغه محاكماتي جزا هم په خپل پس منظر كې لري.))
د رسنو قانون ۴۵ ماده اته بندونه لري، د دغې مادې په درېیم بند کې راغلي (( هغه ډول مطالب چې ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته د تحقیر او توهین سبب شي)) او په څلورم بند کې راغلي(( هغه ډول مطالب چې حقيقي او حكمي شخصيتونو ته افتراوې او د دوى شخصيت او اعتبار ته زيان ورسوي.)) جواز نه لري.
خو د پژواك خبري اژانس مشر دانش کړوخیل وايي، پژواك دا راپور په دې نيت او ګمان خپور كړى چې چا ته افترا او توهين نه دى:(( دا د يوې حكومتي سرچينې راپور دى او موږ اطمېنان لرو چې اسناد هم لري.))
دانش زیاتوي: زموږ په نظر لومړى دا افترا او توهين نه دى او كه دى بيا نو حكومت ولې د دغه توهين او افترا له امله مجرم نه دى چې موږ یې په خپرولو ملامته وګڼل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


