د امريكا د بروكنګز انسټيټوټ غړي وايي، چې د پاكستان حكومت لا هم وسله والو طالبانو ته پټنځاى دى او د دغه هېواد څارګره اداره آى اېس آى پوهېږي، چې د طالبانو هر مشر او قوماندان چېرته دى.
د امريكا د بروكنګز انسټيټوټ غړي وايي، چې د پاكستان حكومت لا هم وسله والو طالبانو ته پټنځاى دى او د دغه هېواد څارګره اداره آى اېس آى پوهېږي، چې د طالبانو هر مشر او قوماندان چېرته دى.
د دې انسټيټوټ يو غړى بروس رېډل وايي، چې د آى اېس آى مشران د طالبانو له مشرانو او آن له ملاعمر سره هم پرله پسې ليدنې لري.
د نوموړي په خبره، اوس افغانستان د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د عملياتو پر مركز بدل شوى دى.
بروس رېډل له جرمن خبري اژانس سره په مركه كې د امريكا متحدو ايالتونو له خوا پر قبايلي سيمه د څارګرو الوتكو د توغندويي بريدونو دفاع كړې او زياتوي، چې پاكستان پخپله خاوره كې ترهګرو ته پناه وركړې او امريكا د هغوى د ځپلو لپاره اړه ده، چې دا ډول بريدونه ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

