نن د خوست ښار اړوند په ۱۲ سوه فاميلیو سیمه کې د دې ولايت د ښاروالۍ رياست په مالي لګښت د يوه كيلومتر سړك د پخولو چارې پيل شوې. د دې سرک د کار د پیلېدو په مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي له دې امله خوښي څرګنده کړه، چې دوه کاله وړاندې په دې سیمه کې د
نن د خوست ښار اړوند په ۱۲ سوه فاميلیو سیمه کې د دې ولايت د ښاروالۍ رياست په مالي لګښت د يوه كيلومتر سړك د پخولو چارې پيل شوې.
د دې سرک د کار د پیلېدو په مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي له دې امله خوښي څرګنده کړه، چې دوه کاله وړاندې په دې سیمه کې د زورواكانو له لاسه چا د سرک جوړولو فکر هم نشو کولای.
نعیمي زياته كړه، چې دغه سرک د خوست ښاروالۍ د پراختیايي بودیجې لخوا جوړېږي او پرې شاوخوا ۴۹ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په دې كې د سرک دواړو خواوو ته لښتي هم شامل دي.
د خوست ښاروالۍ مرستیال اینجینر شریف کلید ته وویل، چې دغه دوه سرک څه باندې یو کیلومتر اوږدوالی لري او په منځ کې یې دوه متره ګلدان هم شامل دی، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په اوږدو کې بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ځمکه اته کاله وړاندې خلکو ته وېشل شوې وه، چې وروسته د ځینو غاصبینو لخوا ونیول شوه او تېر کال د ولایتي ادارې لخوا ترې ازاده شوه، خو بیا هم په دې سیمه کې ټول کورونه نه دي جوړ شوي او ځايي مسؤلینو هم نن له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې ټول دې خپل کورونه په کې جوړ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


