د پاکستان د پو ځي استخباراتو پخوانى رئيس په چين کې د ايران د جمهور رئيس محمود احمدي نژاد څرګندونې زړه ورې وبللې او ويې ويل، چې افغانستان ته د ناټو په تېره بيا امريکايي ځواکونه د دې لپاره راغلي، چې د ايران، پاکستان او چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د پاکستان د آى اېس آى دغه پخواني رئيس متقاعد جنرال جاوېد اشرف قاضي پرون د ايران له ايرنا خبري اژانس سره په خبرو کې د احمدي نژاد دا خبره، چې په افغانستان کې د ناټو حضور د سيمې د هېوادونو لپاره ګواښ دى، ډېره منطقي وبلله.
نوموړى وايي، چې امريکا په افغانستان کې د دايمي اډو په لټه کې ده او هدف يې دا دى، چې سيمه تر کنټرول لاندې راولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ