امريکايي رسنۍ وايي، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د پاکستان پرقبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د ډېرولو حکم صادر کړى دى. اوباما ټينګار کړی، ترهغې، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه شتون ولري، نو د افغانستان اوسنی بحران نشی حل کېدای.
امريکايي رسنۍ وايي، چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د پاکستان پرقبايلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د ډېرولو حکم صادر کړى دى.
اوباما ټينګار کړی، ترهغې، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پټنځايونه شتون ولري، نو د افغانستان اوسنی بحران نشی حل کېدای.
دا په داسې حال كې ده، چې د پنجشنبې په ورځ د امريكا د دفاع وزير ليون پنېټا په كابل كې د يوې خبري غونډې په ترڅ هم په افغانستان کې د امنيت لپاره په پاکستان کې د وسله والو مخالفينو د پټنځايونو په له منځه تلو ټينګار وکړ.
نوموړي تمه وښودله، چې پاکستان به بالاخره د دغو پټنځايونو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د همکارۍ اهميت درک کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

