ads

پاكستاني طالبانو له بانكونو ۱۸ مليونه ډالر غلا كړي دي

وسله والو طالبانو د پاكستان په بندري ښار كراچۍ كې له ۲۰۰۹ كال راهيسې تراوسه پورې له بانكونو څخه ۱۸ ميليونه ډالر غلا كړي دي. په كراچۍ كې د پوليسو څېړنې وايي، د حكيم الله مسعود په مشرۍ د پاكستان د طالبانو غورځنګ د خپلو اړتياوو د پوره كولو لپاره له درې كلونو راهيسې دا […]

نویسنده: TKG
17 غبرګولی 1391
پاكستاني طالبانو له بانكونو ۱۸ مليونه ډالر غلا كړي دي

وسله والو طالبانو د پاكستان په بندري ښار كراچۍ كې له ۲۰۰۹ كال راهيسې تراوسه پورې له بانكونو څخه ۱۸ ميليونه ډالر غلا كړي دي. په كراچۍ كې د پوليسو څېړنې وايي، د حكيم الله مسعود په مشرۍ د پاكستان د طالبانو غورځنګ د خپلو اړتياوو د پوره كولو لپاره له درې كلونو راهيسې دا

وسله والو طالبانو د پاكستان په بندري ښار كراچۍ كې له ۲۰۰۹ كال راهيسې تراوسه پورې له بانكونو څخه ۱۸ ميليونه ډالر غلا كړي دي.

په كراچۍ كې د پوليسو څېړنې وايي، د حكيم الله مسعود په مشرۍ د پاكستان د طالبانو غورځنګ د خپلو اړتياوو د پوره كولو لپاره له درې كلونو راهيسې دا ۱۸ ميليونه ډالر، چې يو اعشاريه شپږ ميليارده پاكستانۍ روپۍ كېږي، له بانكونو غلا كړې دي.

په كراچۍ كې د پوليسو د ځانګړي څېړنيز مركز مشر خرم باري، د ترهګرۍ د مالي بودجې د پيدا كولو دوسيې څېړي او وايي، چې د پاكستان د طالبانو غورځنګ څو غړو پوليسو ته په پلټنو كې ويلي، چې هغوى خپلې ډلې ته د پيسو پيدا كولو لپاره له بانكونو غلا كړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA