خوست کې د پوهاند عبدالحی حبيبي لېسې لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې. یاده لېسه، چې په خوست ښار کې موقیعت او شاوخوا شپږ زره زده كوونكي پكې په زده كړو بوخت دا مهال يې يو شمېر زده كوونكي د درسي خونو د
خوست کې د پوهاند عبدالحی حبيبي لېسې لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
یاده لېسه، چې په خوست ښار کې موقیعت او شاوخوا شپږ زره زده كوونكي پكې په زده كړو بوخت دا مهال يې يو شمېر زده كوونكي د درسي خونو د کمښت له كبله د سرپنا له ستونزې سره مخ دي.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي په دې اړه رسنيو ته وویل، دغه درې پوړيزه ودانۍ د مخدره موادو پر ضد وزارت لخوا د څه د پاسه پنځه سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
ده زياته كړه، دا ودانۍ، چې د جوړېدو چارې به يې په راتلونكي يوه كال كې بشپړې شي ۳۰ درسي او ۳ اداري خونې او نور اړوند ملحقات لري.
خوست د هېواد یو د هغو ولایتونو څخه دی، چې د کوکنار د كښت د نه کرلو له امله ورته په تېرو څو کلنو کې د کال پر سره یو ملیون امریکايي ډالره د مخدره موادو پر ضد وزارت لخوا ورکول کېږي، چې د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې د ودانۍ د جوړنې لګښت هم له دغو پیسو څخه دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

