ads

پاكستان كې د ترافيكې پېښې له كبله ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

له پاکستان په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په دې هېواد کې د يوې خونړۍ ترافيکي پېښې له کبله ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.ځايي چارواکي وايي، چې پېښه هغه مهال له کهوټې ولسوالۍ څخه نږدې ۲۵ كليومتره لرې نرړ سيمه کې رامنځته شوه، چې د واده د مراسمو يو بس […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1391

له پاکستان په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په دې هېواد کې د يوې خونړۍ ترافيکي پېښې له کبله ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
ځايي چارواکي وايي، چې پېښه هغه مهال له کهوټې ولسوالۍ څخه نږدې ۲۵ كليومتره لرې نرړ سيمه کې رامنځته شوه، چې د واده د مراسمو يو بس

له پاکستان په ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې نن سهار په دې هېواد کې د يوې خونړۍ ترافيکي پېښې له کبله ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

ځايي چارواکي وايي، چې پېښه هغه مهال له کهوټې ولسوالۍ څخه نږدې ۲۵ كليومتره لرې نرړ سيمه کې رامنځته شوه، چې د واده د مراسمو يو بس ډوله موټر له كهوټې ولسوالۍ څخه چکوال پر لور روان و، چې په يوې ژورې کنده کې ولويد.

ويل كېږي په دې پېښه كې٣٠ تنه مړه او د ۷۰ په شاوخواکې نور بيا ژوبل شوي دي.

په مړو او ژوبل کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ياد بس موټر چلونکى، چې په پېښه کې ژوندى پاتې شوى وايي، دغه پېښه د بريک د خرابۍ له امله رامنځته شوې.

پاکستاني چارواکي وايي، چې دوى په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA