ads

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ نوې ودانۍ پرانیستل شوه

نن خوست ولایت اړوند د اسماعیل خېلو اومندوزیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي، امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي، ځايي مسؤلینو، قومي مشرانو نن خوست ولایت اړوند د اسماعیل خېلو اومندوزیو ولسوالۍ د […]

نویسنده: TKG
15 غبرګولی 1391
د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ نوې ودانۍ پرانیستل شوه

نن خوست ولایت اړوند د اسماعیل خېلو اومندوزیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي، امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي، ځايي مسؤلینو، قومي مشرانو

نن خوست ولایت اړوند د اسماعیل خېلو اومندوزیو ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي، امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي، ځايي مسؤلینو، قومي مشرانو او نورو اوسېدونکو برخه اخیستې وه.

د ودانۍ له پرانیستې وروسته خوست والي عبدالجبار نعیمي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې پردې ودانۍ، چې چارې یې په شاوخوا یونیم کال کې سرته ورسېدې، له یومېلیون امریکایي ډالرو زیات لګښت شوی، چې د امریکايي مؤسسې (corps) له خوا ورکړل شوې دي.

نوموړي زياته كړه، چې دغه ودانۍ ۱۳ خونې، دوه پخلنځي او نور اړوند ځایونه لري.

په همدې حال کې د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي وویل، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به اوس په سیمه کې د امنیتي ځواکونو فعالیتونه لاهم ګړندى شي او په ترڅ کې به یې په امنیتي وضعه کې لاښه والی راشي.

د یادونې وړ ده، چې د دولتي ودانیو جوړېدل د دولت پرکارونو مثبت اغېز کوي او د خلکو لپاره اسانتیاوې برابرېږي، خوپه خوست کې اوس هم یو شمېر داسې ودانۍ شته، چې جوړې شوي لېکن څوک ورڅخه ګټه نه اخلي په داسې حال کې، چې همغه شته ادارې په خوست ښار کې په کرايي کورونو کې خپل کارونه پرمخ وړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA