ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۲ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د امريكا د بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله ۲ تنه ووژل شول. يوه ځايي دولتي چارواکي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته وويل، نن سهار د جنوبي وزيرستان د مركز واڼا اړوند د ډوګ په سيمه کې امريکايي بې د پاكستان په […]

نویسنده: TKG
13 غبرګولی 1391

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د امريكا د بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله ۲ تنه ووژل شول. يوه ځايي دولتي چارواکي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته وويل، نن سهار د جنوبي وزيرستان د مركز واڼا اړوند د ډوګ په سيمه کې امريکايي بې

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان کې د امريكا د بې پېلوټه الوتکې د بريد له امله ۲ تنه ووژل شول.

يوه ځايي دولتي چارواکي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته وويل، نن سهار د جنوبي وزيرستان د مركز واڼا اړوند د ډوګ په سيمه کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد كړ، چې له كبله يې ۲ تنه ووژل شول.

نوموړي په دې اړه نو جزيات ورنه كړل.

په ورته وخت كې يو ځايي خبريال ظفرخان رسنيو ته ويلي، چې ياد بريد پر يوه موټرسايکل شوى، چې پرې سپاره دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو وژل شويو کسانو جسدونه سوي او د پېژندلو نه دي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي د سيمې خلک وو.

د يادونې ده، چې په روان زېږديز کال کې په سوېلي وزيرستان د بې پېلوټه الوتکو دغه څلورم بريد دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA