په خيبر اېجنسۍ کې قبايلي محکمې داسې اسناد وړاندې کړي، چې ګواکې د بن لادن په موندلو کې مرستيال پاکستانى ډاکټر شکيل افريدى له سي آي اې سره د مرستې په تور نه، بلکې له وسله والو مخالفينو سره د مرستې په تور نيول شوى او سزا ورته اورول شوې ده.

د دغې محکمې د اسنادو پر بنسټ، شکيل افريدي د لشکر اسلام له مشرانو سره اړيکې درلودې او د هغوى د ناروغانو او ټپيانو درملنه به يې کوله.
په اسنادو کې دا هم راغلي، چې نوموړي له يو شمېر بهرنيو استخباراتي سازمانونو سره هم همکاري درلوده، خو د دې موضوع څېړل د دوى کار نه دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ