ads

ايران له تاجکستان څخه اوبه اخلي

روسي سرچينې خبر ورکوي، چې ايران غواړي له تاجکستان څخه د کال يو ميليارد متر مکعب اوبه واخلي. د راپورونو له مخې، ايران د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دى او په همدې دليل غواړي، چې د اړتيا وړ اوبه له تاجکستان څخه وپېري او د افغانستان له لارې روسي سرچينې خبر ورکوي، چې ايران […]

نویسنده: TKG
11 غبرګولی 1391
ايران له تاجکستان څخه اوبه اخلي

روسي سرچينې خبر ورکوي، چې ايران غواړي له تاجکستان څخه د کال يو ميليارد متر مکعب اوبه واخلي. د راپورونو له مخې، ايران د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دى او په همدې دليل غواړي، چې د اړتيا وړ اوبه له تاجکستان څخه وپېري او د افغانستان له لارې

روسي سرچينې خبر ورکوي، چې ايران غواړي له تاجکستان څخه د کال يو ميليارد متر مکعب اوبه واخلي.

د راپورونو له مخې، ايران د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دى او په همدې دليل غواړي، چې د اړتيا وړ اوبه له تاجکستان څخه وپېري او د افغانستان له لارې يې ايران ته ورسوي.

ايران به د اوبو پر ځاى تاجکستان ته تېل ورکوي.

دغه پرېکړه د ايران او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي همکاريو د ګډ کمېسيون لخوا له هغې وروسته وشوې، چې د ايران، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اوبو د لارې تېرولو په اړه هوكړه وشوه.

د يادونې وړ ده، چې ايران له افغانستان څخه اوبه ځکه نه اخلي، چې دا اوبه دوى د افغانستان د بې ثباتۍ له لارې په وړيا توګه ترلاسه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA