د ناټو د اكمالاتي لارې د پرانيستو لپاره پاكستان نوي شرطونه وړاندې كړي دي. پاكستان دا شرطونه له هغې وروسته وړاندې كړل، چې پخوانيو هغو يې ځاى ونه نيوه.
د ناټو د اكمالاتي لارې د پرانيستو لپاره پاكستان نوي شرطونه وړاندې كړي دي.
پاكستان دا شرطونه له هغې وروسته وړاندې كړل، چې پخوانيو هغو يې ځاى ونه نيوه.
پاكستان پخوا ويل، كه امريكا د هر اكمالاتي موټر پر سر پنځه زره ډالر وركړي، نو د چمن او تورخم اكمالاتي لار به ور ته پرانيزي، خو اوس وايي، كه واشنګټن د ناټو په لاريو زيانمن شوي سړكونه ورغوي، نو پاكستان به د ټانكرونو پر ماليه هم غور وكړي.
پرون په واشنګټن كې د امريكا د وسله والو ځواكونو مشر ډمپسي ويلي، چې پاكستان ته د واشنګټن د مرستو كمولو پرېكړه پر ځاى ده.
نوموړى وايي، امريكا د ترهګرۍ ضد جګړې د لا اغېز لپاره غواړي، چې له پاكستان سره خپلې ستونزې هوارې كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


