ايران د سوريې د جمهور رئيس بشارالاسد د پايښت لپاره دغه هېواد ته ځانګړي ځواكونه استولي دي. د ايران د قدس ځواكونو مرستيال مشر جنرال اسماعيل قيانى وايي، چې سوريې ته يې د خپلو ځواكونو په لېږلو سره په دغه هېواد كې د ولسي وګړو مرګ
ايران د سوريې د جمهور رئيس بشارالاسد د پايښت لپاره دغه هېواد ته ځانګړي ځواكونه استولي دي.
د ايران د قدس ځواكونو مرستيال مشر جنرال اسماعيل قيانى وايي، چې سوريې ته يې د خپلو ځواكونو په لېږلو سره په دغه هېواد كې د ولسي وګړو مرګ ژوبله كمه كړې ده.
د لندن ټايمز د راپور له مخې، دغه ايراني جنرال د زده كوونكو په مراسمو كې تېره يكشنبه دا خبرې كړې وې او ايسنا اژانس يې د خبرو په را اخيستلو سره دا هم ليكلي وو، چې سوريې ته د ايراني ځواكونو له تللو مخكې په دغه هېواد كې د بشارالاسد رژيم مخالفو وسله والو ولسي وګړي قرباني كول، خو قدس ځواکونو د دا ډول وژنو ډېره مخه نيولې ده.
ايران په سوريه كې د بشارالاسد رژيم ضد وسله وال ترهګر بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


