تېره شپه د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د ناڅرګندو وسله والو په راكټي بريد کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د شپې ناوخته د کوټې له لويديزې خوا دوه راكټه د ښار پر لور راوتوغول شول، چې يو يې د قندهاري بازار په نامه
تېره شپه د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې د ناڅرګندو وسله والو په راكټي بريد کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د شپې ناوخته د کوټې له لويديزې خوا دوه راكټه د ښار پر لور راوتوغول شول، چې يو يې د قندهاري بازار په نامه سيمه کې پر يوه دوکان لګېدلى دى.
دوى زياته كړې، چې په دې بريدونو كې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د پېښې ټپيان ځايي روغتون ته لېږدول شوي، خو د سيمې روغتيايي چارواکي د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي.
د دغو راكټي بريدونو له امله د سيمې يو شمېر هټۍ او کورونه هم زيانمن شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


