د بريتانيا د مخالف کارگر گوند مشر اېډ مېلېبنډ وايي، چې که نړيواله ټولنه په افغانستان کې يو تلپاتې هوارى غواړي، نو مټې دې نورې هم راونغاړي.
مېلېبنډ اندېښنه وښوده، چې د ٢٠١٤ كال په پاى کې د جگړه ييزو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان بېرته پر يوه ناکام دولت واوړي.
نوموړي افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې دا خبرې کولې.

هغه له جمهوررئيس حامد کرزي سره وليدل او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د سياسي پرمختگ لپاره هڅې لا ډېرې کړي.
نوموړي تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره هم وليدل او ډاډ يې ورکړ، چې په لندن کې به پر چارواکو ټينگار کوي، چې له کابل سره مرستو ته دوام ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ