ads

پاكستاني چارواكي ناټو ته لار وركول په خپله ګټه بولي

د پاكستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني كهر وايي، اسلام اباد هڅه كوي، چې په افغانستان كې ناټو ځواكونو ته خپله اكمالاتي لار ژر تر ژره پرانيزي. د نوموړې په وينا، د اكمالاتي لارې بيا پرانيستل د اسلام اباد په ګټه دي.     د پاكستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني كهر وايي، […]

نویسنده: TKG
6 غبرګولی 1391
پاكستاني چارواكي  ناټو ته لار وركول په خپله ګټه بولي

د پاكستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني كهر وايي، اسلام اباد هڅه كوي، چې په افغانستان كې ناټو ځواكونو ته خپله اكمالاتي لار ژر تر ژره پرانيزي.
د نوموړې په وينا، د اكمالاتي لارې بيا پرانيستل د اسلام اباد په ګټه دي.

حنا رباني كهر پرون په ټوكيو كې يوه جاپاني تلوېزيون ته ويلي، چې پاكستان د ترهګرۍ ضد جګړه كې له نړيوال ايتلاف سره ملګرى دى، خو دغه ايتلاف ته په كار دي، چې د پاكستان د قربانيو درناوى وكړي.

د هغې په وينا، د ناټو په بمبار كې د ۴۰ پاكستاني سرتېرو د مرګ ژوبلې له كبله اسلام اباد دا حق لري، چې ناټو او امريكا ترې بښنه وغواړي، خو واشنګټن او ناټو وايي، ۴۰ پاكستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله له ځانه د دفاع په خاطر وراوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA