كه څه هم د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وايي، چې نړيواله ټولنه افغانان يوازې نه پرېږدي، خو د دغه هېواد د پارلمان غړي د افغانستان راتلونكې ته اندېښمن دي.
كه څه هم د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ وايي، چې نړيواله ټولنه افغانان يوازې نه پرېږدي، خو د دغه هېواد د پارلمان غړي د افغانستان راتلونكې ته اندېښمن دي.
ويليم هېګ تېره ورځ د افغانستان د پرمختياوو په اړه پارلمان ته د خپل وروستي مياشتني رپوټ د وړاندې كولو پر مهال وويل، چې په شيكاګو كې د نړيوالې سرمشريزې روښانه پيغام دا و، چې نړيواله ټولنه به افغانان يوازې نه پرېږدي او هم يې وسله والو ته خبردارى وركړ، چې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو وتلو ته دې انتظار نه كوي.
خو د بريتانيا د ازادي غوښتونكي ولسواك ګوند مشر او د پارلمان غړي نيك كليگ ويلي، چې پر پوځي لاسوهنه افغان ستونزه هوارېدلاى نه شي او له افغان ګاوڼديانو يې غوښتي، چې په افغانستان كې له سولې او ثبات سره مرسته وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


