يوې پاکستانۍ محکمې هغه تن، چې د اسامه بن لادن د څرک لګولو په اړه يې امريکا ته معلومات ورکړي وو، نن په ۳۰ کاله بند محکوم کړ. پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي، چې ډاکټر شيکل افريدى امريکا ته د جاسوسۍ په تور په ۳۰ کاله بند محکوم شوی.
يوې پاکستانۍ محکمې هغه تن، چې د اسامه بن لادن د څرک لګولو په اړه يې امريکا ته معلومات ورکړي وو، نن په ۳۰ کاله بند محکوم کړ.
پاکستاني چارواکو رسنيو ته ويلي، چې ډاکټر شيکل افريدى امريکا ته د جاسوسۍ په تور په ۳۰ کاله بند محکوم شوی.
د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن تېر کال د مۍ په دويمه د پاکستان په ايبټ باد ښار کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.
د اسامه تر وژل کېدو وروسته شکيل د پاکستانيو ځواکونو لخوا ونيول شو او له هماغې راهيسې تراوسه په توقيف کې و، چې نن ورته د ۳۰ کالو بند سزا واورول شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


