د پاکستان جمهوررئيس اصف علي زرداري په ډاګه کړه، چې هېواد يې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له هرې پروسې څخه ملاتړ کوي.
اصف علي زرداري دغه څرګندونې د ناټو سرمشريزې غونډې په ترڅ کې، چې په شيکاګوکې روانه ده، د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هيلرن كلنټن سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د پاكستان د جمهوررئيس وياند فرحت الله بابر په سيمه کې خبريالانو ته ددې ليدنې جزييات ورکړي او ويلي دي، چې اصف علي زرداري په ډاګه کړې، چې ستونزې په جګړو سره نه هواريږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، جمهوررئيس ز رداري پخپله خاوره كې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريدونو د بندولو غوښتنه وکړه اودا يې غير قانوني وبلل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ