د ملګرو ملتونو د نړيوال اټومي اژانس مشر يوکيا امانو نن سهار د ايران پلازمېنې تهران ته ورسېد. ټاکل شوې، چې نوموړی په دې يو ورځني سفر کې د ايران د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت عالي شورا له مشر سره وګوري.
د ملګرو ملتونو د نړيوال اټومي اژانس مشر يوکيا امانو نن سهار د ايران پلازمېنې تهران ته ورسېد.
ټاکل شوې، چې نوموړی په دې يو ورځني سفر کې د ايران د بهرنيو چارو وزير او د ملي امنيت عالي شورا له مشر سره وګوري.
د نړيوال اټومي اژانس دی مشر تهران ته د سفر پر مهال وويل، چې له يوه مثبت فکر سره ورځي.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې د ايران او نړيوال اټومي اژانس تر منځ د اټومي لانجې پر سر د خبرو اترو بهير له سره پيل شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


