ads

ننګرهار كې د يوه روغتيايي مركز ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن يوه روغتيايي مركز ته د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لکښت جوړه شوې ودانۍ ګټي اخيستني ته وسپارل شوه. د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن يوه روغتيايي مركز ته د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لکښت جوړه شوې ودانۍ ګټي اخيستني […]

نویسنده: TKG
31 غویی 1391
ننګرهار كې د يوه روغتيايي مركز ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن يوه روغتيايي مركز ته د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لکښت جوړه شوې ودانۍ ګټي اخيستني ته وسپارل شوه.

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې نن يوه روغتيايي مركز ته د ولايتي بيارغونې ډلې (پي آر ټي) په مالي لکښت جوړه شوې ودانۍ ګټي اخيستني ته وسپارل شوه.

د دې ولايت د روغتيا رئيس ډاکټر بازمحمد شېرزاد کليد سره خبرو کې وويل، چې ياده ودانۍ د بلندغر په روغتون کې د ميندو د زېږون د څانګي لپاره جوړه شوې ده.

شېرزاد كړه، پردغې ودانۍ ٧٥ زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د يوې زېږون خونې په ګډون پنځه خونې يو لوى هال او تشنابونه لري، چې د جوړېدو چارې د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د ده په وينا، د ودانۍ لپاره په ياده پروژه کې د ١٨٥ مترو په اوږدوالي د احاطې دېوال او دغه راز د خلکو په همکارۍ درې سوه متره لاره هم بېله شوې ده.

نوموړي زياته كړه، د دې ودانۍ په جوړېدو سره د بهسودو ولسوالۍ خلکو ته ګڼې اسانتياوې برابرې شوې او دغه راز به د ښځينه ناروغانو هغه بار د جلال اباد پر مركزي روغتون کم شي.

شېزاد دغه راز وويل، چې تر يوه کاله پورې به په دې روغتيايي مركز كې رامنځته کېدونکې نيمکړتياوې هغه شرکت حل کوي، چې د ودانۍ جوړولو چارې يې پرمه وړې دي.

بلخوا په ننګرهار کې د هېلت نېټ ادارې د بنسټيزو روغتيايي خدماتو مسؤل ډاګټر شفيق الله شفق بيا د جوړې شوې ودانۍ پرتخنيکي نيمکړتياو نيوکه وکړه او ويې ويل، چې د ودانۍ دروازې، کړکۍ او رنک په معيار نه دي برابر.

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې ١٢٤ روغتيايي مركزونه فعال دي، چې له ډلې يې يواځې نولس هغه يې د بستر خونې او د شپې لخوا خلکو ته روغتيايي اسانتياوې برابروي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA