ads

بلوچستان كې د يوه ځايي خبريال مړى وموندل شو

د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه كې د يوه ځايي خبريال مړى موندل شوى دى. رزاق گل د جمعې په ورځ ماښام لادرکه شو او لا يې د لادركه كېدو ٢٤ ساعته نه وو پوره، چې مړى يې وموندل شو. د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه كې د يوه ځايي خبريال […]

نویسنده: TKG
31 غویی 1391
بلوچستان كې د يوه ځايي خبريال مړى وموندل شو

د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه كې د يوه ځايي خبريال مړى موندل شوى دى. رزاق گل د جمعې په ورځ ماښام لادرکه شو او لا يې د لادركه كېدو ٢٤ ساعته نه وو پوره، چې مړى يې وموندل شو.

د پاكستان د بلوچستان ايالت په تربت سيمه كې د يوه ځايي خبريال مړى موندل شوى دى.

رزاق گل د جمعې په ورځ ماښام لادرکه شو او لا يې د لادركه كېدو ٢٤ ساعته نه وو پوره، چې مړى يې وموندل شو.

نوموړي د پاکستان له يوه خصوصي ټلويزيون (ايکسپريس نيوز) سره کار کاوه.

د بلوچستان د خبريالانو بېلابېلو ټولنو دا پېښه په كلكه وغندله او له حکومته يې د پېښې د څېړنې غوښتنه وکړه.

پوليسو پلټنې پيل کړي، خو لا تر اوسه معلومه نه ده، چې څوک به د دغه ځايي خبريال په تښتونه او وژنه کې لاس ولري.

نړيوالې ادارې پاکستان د خبريالانو لپاره خطرناک هېواد بللى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA