ads

هولنډ د ځواکونو پر ايستلو بيا ټينګار وکړ

د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولنډ تېره ورځ د امريکا له جمهوررئيس بارک اوباما سره په لومړنۍ کتنه کې د سږکال تر پايه له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه د خپلې ژمنې پخلى وکړ، خو ژمنه يې وکړه، چې له بلې لارې به د افغانستان له امنيت سره مرسته وکړي. د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا […]

نویسنده: TKG
30 غویی 1391

د فرانسې جمهوررئيس فرانسوا هولنډ تېره ورځ د امريکا له جمهوررئيس بارک اوباما سره په لومړنۍ کتنه کې د سږکال تر پايه له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په اړه د خپلې ژمنې پخلى وکړ، خو ژمنه يې وکړه، چې له بلې لارې به د افغانستان له امنيت سره مرسته وکړي.

هولنډ، چې تازه يې د فرانسې د جمهوررئيس په توګه لوړه کړې، د جمهوري رياست د ټاكنو په مبارزه كې خپلو خلکو ته ژمنه ورکړې وه، چې د جمهوررئيس غوره کېدو په صورت کې به له افغانستانه ټول (۳۵۰۰) فرانسوي سرتېري خپل هېواد ته ورولي.

هغه نه په دې اړه څه وويل، چې د افغانستان په امنيتي هڅو کې به برخه واخلي او نه يې دې ته اشاره وکړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پروګرام ته به دوام ورکړي، خو ژمنه يې وکړه، چې پر دې مسئلې به د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د ناټو له نورو مشرانو سره وغږېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA